شعـــــرونه

غزل: پير محمد کاروان

پير محمد کاروان

منم راځي به داسې نه وایم چې نه به راشي
خو مونږ به اور په خاورو مړ وي چې اوبه به راشي

له مونږه تللې ساه به بیا راځي د ګل په وږمو
بس بې بختي به وي د سرو زرو مارغه به راشي

دا سړيچن غربت په واوره کې سکرو ته اړ دی
چې کله سترګې توروي ورته سکاره به راشي

د دوو میَنو ملاقات له تَروږمۍ ده په کار
سپوږمۍ پولیسه منصبداره ده له غره به راشي

سهار وختي مې نوکري ده تښتوي رانه خوب
په انتظار یم د یادونو ښکلي غله به راشي

کاروان غزلې په لجرومو باندې واړولې
د سولې سترګې توروي جنګه رانجه به راشي

۲۵ جدي ۱۳۹۸ هجري شمسي کابل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x