محب لا هم د افغان سولې په پروسه کې د طالبانو پر «جدیت» شک لري

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶ مرغومي، ۱۳۹۸ل): په داسې حال کې، چې کابل حکومت د طالبانو سره بین الافغاني مذاکراتو ته په تمه دی، د حکومت د ملي امنیت شورا سلاکار «حمدالله محب» د سولې پروسه د طالبانو له لاسه وتلې بولي.

محب چې تېره ورځ یې په نوي ډهلي کې د «رایسینه ۲۰۲۰» ډیالوګ ته خبرې کولې، وویل « تشدد او تروریزم په افغانستان کې پلویان نه لري؛ خو سوله او ثبات پلویان لري، د افغانستان خلګ په بشپړ جدیت سره سوله غواړي او همدې خلګو زموږ  په دښمنانو ثابته کړې، چې هغوی نه یوازې د سولې خبرو ته جدي نه دي؛ بلکې دا موضوع ددوي په کنټرول کې هم نه ده، تر څو په راتلونکې کې یوه معامله تامین کړې.»

نوموړي ددې ترڅنګ یو ځل بیا، په اوربند ټینګار کړی، اوربند یې د سولې د خبرو د چټکتیا لپاره اړین بللی او په خبره یې، د افغانستان حکومت سولې ته د کار کولو تر څنګ له تروریزم سره هم مبارزه روانه ساتي.

د محب په خبره، امنیتي ځواکونه یې ډېرې لاسته راوړنې لري او په داعش باندې د مسلسلو بریدونو له امله دوی توانېدلي، د هغوی شپږ سوه جنګیالي تسلیم کړي.

محب داسې مهال، د سولې پروسه د طالبانو له لاسه وتلې بولي، چې طالبان له امریکایي لوري سره په دوحه کې په خبرو بوخت دی او داسې تمې شته، چې ښایي په نږدې راتلونکې کې دواړه لوري یوه توافق ته ورسېږي.

په ورته وخت کې کابل حکومت هم دې ته په تمه دي، چې طالبان له امریکایي لوري سره له خبرو اوزګار او د بین الافغاني مذاکراتو مېز ته راوړاندې شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د