نړۍ

د روسيې حکومت ټولې کابينې ولسمشر ته خپله استعفا وړاندې کړې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د روسيې ولسمشر ويلاديمير پوټين په اساسي قانون کې نوي بدلونونه راوستي، چې له امله به د ولسمشر واک پارلمان ته وسپارل شي.

د روسيې لومړي وزير متري ميديدوف او ټولې کابينې يې ولسمشر پوټين ته استعفا وړاندې کړې او پر ځای يې مخائیل مشټن نوی لومړی وزير نوماند شوی دی.

روسي رسنيو د لومړي وزير له قوله ليکلي، د ولسمشر له لوري په اساسي قانون کې د نوو تعديلاتو له امله دا مناسبه ده، چې ټوله کابينه استعفا وکړي.

د رپوټونو له مخې ولسمشر د لومړي وزير استعفا منلې او له هغه يې غوښتي، چې د امنيت شورا مرستيال شي.

د نوو بدلونونو له مخې به د ولسمشر واک پارلمان ته وسپارل شي او ويل کيږي، چې ولسمشر پوټين غواړي، له ۲۰۲۴ کال وروسته يو ځل بيا د لومړي وزير په توګه واک ترلاسه کړي.

ولسمشر پوټين له له ۱۹۹۹ کال راهيسې د لومړي وزير او يا هم د ولسمشر په توګه په واک کې دی، چې د ولسمشرۍ څلورمه دوره يې په ۲۰۲۴ کال کې پای ته رسيږي او تر هغه وروسته د ولسمشر په توګه د هېواد مشري نه شي کولی.

د روسيې نوی نوماند لومړی وزير ۵۳ کلن مخائیل مشټن تر دې وړاندې د ماليې وزير او د پوټين نږدې ملګری و.

د څارونکو په وينا په اساسي قانون کې د نوي بدلون له مخې به ولسمشر پوټين وکولی شي، چې د ولسمشرۍ مودې له پای ته رسېدو وروسته هم د لومړي وزير په توګه په واک کې پاتې شي.

د پوټين سياسي مخالفين پر هغه نيوکه کوي، چې نوموړی غواړي د خپل واک موده د تل لپاره وغځوي، خو ولسمشر پوټين تر اوسه په دې اړه رسمي نظر نه دی څرګند کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x