پاکستان: د طالبانو له لورې د جګړې د شدت کمولو هرکلی کوو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر «شاه محمود قریشي» وایي، د طالبانو له هغه پرېکړې ملاتړ کوي، چې له مخې به يې په افغانستان کې تشدد راکم شي.

قریشي په همدې تړاو تازه خپاره شوي ویډيویي پیغام کې ویلي « له څه مودې راپدېخوا د طالبانو او امریکا تر منځ مذاکرت روان وو، سیمه، پاکستان او افغانستان  ثبات ته اړتیا لري او پاکستان همدا هیله درلوده، چې په سیمه کې امن او ثبات راشي.»

نوموړي زیاته کړې « اوس تازه یو پرمختګ رامنځته شوی، طالبانو د تشدد کمولو ته تیاری ښودلی، چې د امن د  معاهدې د لاسلیک په لور د یو بل قدم د اخستلو په معنی دی.»

د قریشي په خبره، پاکستان په دې برخه کې خپله ذمه واري پوره کړې او تمه لري، چې دا ګام به د ثبات په لور د افغانستان او پاکستان په وړاندې تګ کې مرسته وکړي.


یاده دې وي، چې دطالبانو او امریکا تر منځ د درېدلو مذاکراتو له بیا پیل سره سم، یو شمېر سرچینو خبر ورکاوه، امریکا له طالبانو د لس ورځني اوربند غوښتنه کړې، چې په تړاو یې طالبان مشورې کوي.

طالبانو دې ډول راپورونو ته په غبرګون کې وویل، د اوربند تصمیم نه لري؛ خو رهبري یې د تشدد په کمولو مشورې روانې کړې.

په ورته وخت کې د کابل حکومت ویاند «صدیق صدیقي» په خپل ټویټر ولیکل، چې د تشدد کموالی جامع او حقوقي معنا نلري او باید د تېرو دوو کلونو د اختر په څېر اوربند وشي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبد الله
میلمه
عبد الله

تور مخی او ظالم قریشی زکه هرکلی کوی چی د پلان مطابق یی غلامان پروسه مخ ته وری. نو که مطلق اور بند وسی سه به وسی؟ لا به وژل او ظلم موقتا بند سی، خو دا هغه سه دی جی طالب جان به یی هیخ کله ونه منی زکه که دوی اوبند وکی هغه بله دله یا ګروپ یی نه منی چی دی سره به په طالبانو کی د تفرقی او اختلاف موضوع تولو ته شکاره شی. بیغمه اوسی اولس مو پیژنی چی هم حکومت او هم طالب دواره غلامان دی.

عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

وايي احمدشاه بابا رحمة الله چي کله مرهټی وواهه نو د مرهټي د پوځ بنديان يې يو يو د ده په مخکي تېرول. د مرهټيانو سره د احمدشاه بابا او افغانانو په وړاندي د دغو پاکستاني مقاماتو غوندي مسلمانان(د دوی اولني، اسلاف) هم ولاړ وه. نو کله چي به يې احمدشاه ته مرهټی (هندو) بندي ودراوه وبه يې ويل چي ايله يې کړئ، خو که به جنګي اسير مسلمان وو زجراً به يې امر وکړ چي ويې وژنئ. اوس دي خدای بيا يو بل احمد شاه بابا را پيداکړي چي د دغو اسلام او مسلمانانو ته خاينو پاکستاني مقاماتو سره… نور لوستل »

اجمل
میلمه
اجمل

ستاسو لعنتیانو پوری اړه نلری ستاسو یی څه. دنیا ته ځان ښودل چی یعنی دا ټول زمونږ له برکته وو. هر وخت چی د سولی خبری لږ په وړاندی ولاړی شی بیانو پنجابیان خپل غږ پورته کوی.

اجمل
میلمه
اجمل

طالبان تر اوسه خبر ندی خو سخن ګوی یی لا د مخه د تشدد د کمولو خبر خپور کړ. خو څه چی پاکستانیان وایی هغه بیا ریښتیا وی ځکه چی هر څه د پاکستان په لاس کی دی.