
زابل: د سړک د غاړې ماین د برېښنا شرکت پنځه تنه کارکوونکي وژلي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د زابل ولایت په شهر صفا ولسوالۍ کې د برېښنا شرکت پنځه تنه انجینران د سړک د غاړې ماین په چاودنه کې وژل شوي.
د برېښنا شرکت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي « په ډيرې خواشینۍ سره باید ووایو چې غزني – کندهار ته د غځېدونکي وارداتي برښنا لبږدوونکي مزي پر انجنيرانو د شهرصفا او اخند صاحب زیارت په سیمه کې د ماین چادونه شوې ده، مرګ ژوبله لري, سیمې ته امبولانسونه رسېدلي دي تر څو ټپیان او شهیدان انتقال کړي.»
که څه هم د برېښنا ریاست د انجینرانو د وژل کېدو په تړاو څه نه دي ویلي؛ خو د زابل ولایت د والي ویاند «ګل اسلام سیال» طلوع نیوز ته ویلي، په پېښه کې د برېښنا شرکت پنځه تنه کارکوونکي وژل شوي او یو بل ټپی دی.
د سیال په خبره، پېښه نن ورځ غرمه مهال دوولس بجې شاوخوا رامنځته شوې.
یاده دې وي، چې تر دې دمه د پېښې پړه کومې ډلې په غاړه نه ده اخستې.
مجاهده، پتنکه او جمیله جهاد یی بولی که نه؟ دیته کومه توجه لری؟
ډېره خواشينوونکې پېښه ده، دلته مري دغسي د کار خلک او چړچې لنډغر وهي. د کار او بې وزلو خلکو کونډي او يتيمان ډېر سول او د غلو خاينانو (د امريکې پر مرداره راټولو سوو مچانو او غالبوزو)پانکي او جايدادونهتر حساب تېر سول. شنه امي کوچي او تش په نامه ملا تره خيل چي بل غله ته د يوې چپلاخي په بدل کي درې سوه زره ډالر ور کړل هيڅوک نه ورته وايي چي ای کوچيه په دې لوی منډيل! دا دومره ډالر دي له کومه کړه؟