بین سټوکس د کال غوره لوبغاړی؛ د ICC د ۲۰۱۹م کال نورې جایزې چا وګټلې؟

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د کرېکټ نړیوالې شورا «ICC» د ۲۰۱۹م کال غوره لوبغاړي، غوره توپ وهونکي، غوره توپ اچونکي او د ټيسټ او پنځوس اوریزو سیالیو غوره لوبغاړي جایزې چا وګټلې او په غوره لوبډله کې کوم لوبغاړي شامل دي؟

د کرېکټ نړیوالې شورا د جایزو په دغه لیست کې انګلستاني بین سټوکس د کال غوره لوبغاړي او د سر ګارفیلډ سوبرز جام جایزې وګټلې، نوموړی د نړیوال جام ګټونکی او د استرالیا پر وړاندې په یوازې ځان ټيسټ لوبه ګټلې وه.

د یو ورځنیو سیالیو غوره توپ وهونکي جایزه د هند لوبډلې تکړه لوبغاړي روهیټ شرما وګټله، نوموړي د ۲۰۱۹م کال په سیالیو کې ۵ او په ۲۰۱۹م کال کې ټولې ۷ سلیزې وهلې دي.

د یو ورځنیو سیالیو غوره توپ اچونکي جایزه د هند لوبډلې مسلمان چټک توپ اچونکي محمد شامي وګټله، نوموړي په ۲۰۱۹م کال کې تر ټولو زیاتې ۴۲ ویکټې واخیستې.

د ایمرجینګ غوره لوبغاړي جایزه د استرالیا لوبډلې تکړه ځوان لوبغاړي مارنس لابشنګ وګټله، نوموړي په دغه کال کې په توپ وهنه ک ې۶۴.۹۴ اوسط درلود، او لوبډلې سره یې د انګلستان او هند سیریز په ګټلو کې مرسته وکړه.

د ټيسټ سیالیو په توپ اچونه کې استرالیاوي لوبغاړي پيټ کمینز میدان وواهه، نوموړي په دغه کال ټيسټ لوبه کې ۵۹ ویکټې واخیستې او اوسمهال د کرېکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې په لومړي نمبر دی.

د هند کرېکټ لوبډلې لوبډلمشر ویرات کوهلي د کرېکټ روح یا سپیریټ آف کرېکټ جایزه په خپل نوم کړه، که څه هم نوموړی میدان کې یو جذباتي ښوی لري خو د نورو لوبغاړو پر وړاندې یې سپيریټ د پام وړ دی، نوموړي د لوبې پرمهال له مینوالو وغوښتل چې سټیو سمیت پسې د چیغو وهلو پرځای هغه ته چکچکې ووهي، سټیو سمیت د توپ خرابوالي له کبله تازه له یو کال بندیز وروسته لوبډلې ته ستون شوی و چې نندارچیانو پرې پسخند واهه.

په شل اوریزو لوبو کې د غوره توپ اچونې جایزه هندي لوبغاړي دیپک چاهر ترلاسه کړه، نوموړي د بنګلدیش پر وړاندې په شل اوریزو سیالۍ کې د ۷ منډو په بدل کې ۶ لوبغاړي وسوزول.

د غوره لوبڅار جایزه د انګلستان لوبډلې تکړه لوبڅار ریچرډ ایلینګورت وګټله، نوموړي په نړیوال جام کې په زړه پورې لوبڅاري ترسره کړه.

ددې سربېره د کال غوره اسوسوسیټ لوبغاړي جایزه سکاټلینډي لوبغاړي کایل کوتزر وګټله چې د شل اوریزو نړیوال جام ته یې د لوبډلې په ویستلو کې مهم رول ولوباوه، نوموړي په دغه کال کې ۴۸.۸۸ اوسط درلود.

دغه راز د کرېکټ نړیوالې شورا د ۲۰۱۹م کال د ټيسټ سیالیو غوره لوبډله اعلان شوه چې په کې ۵ استرالیاوي، ۳ نیوزیلاندي، ۲ هندي او یو انګلستانی لوبغاړی شامل دی.

په دې لوبغاړو کې د هند مایانک اګروال، د نیوزیلاند ټام لیتم، د استرالیا مارنس لابشنګ، د هند ویرات کوهلي (لوبډلمشر)، د استرالیا سټیو سمیت، د انګلستان بین سټوکس، د نیوزیلاند واټلینګ (ویکټ ساتونکی)، د استرالیا پيټ کمینز، د استرالیا میچل سټارک، دنیوزیلاند ویګنر او د استرالیا نیتن لاین شامل دي.

دغه راز د ۲۰۱۹م کال د یو ورځنیو سیالیو غوره لوبډله کې روهیټ شرما، شای هوپ، ویرات کوهلي (لوبډلمشر)، بابر اعظم، کین ویلیمسن، بین سټوکس، جوس بټلر، میچل سټارک، ټرینټ بولټ، کولدیو یادو او محمد شامي شامل دي.

د افغانستان لخوا هیڅ لوبغاړی د کرېکټ نړیوالې شورا د ۲۰۱۹م کال په جایزو کې نه دی اعلان شوی، تېر ۲۰۱۸م کې راشد خان د کال په غوره یو ورځنۍ لوبډله کې شامل شوی و.

Tags

Related Articles

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button