ورزش

هند کرېکټ بورډ دهوني د نوي کلني قرارداد له لیست څخه ویستلی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د هند کرېکټ بورډ مشهور لوبغاړی مهیندرا سینګ دهوني بالاخره له اوږد غیاب وروسته له ۲۷ کسیز کلني تړون لیست څخه ویستلی دی.

ایم ایس دهوني چې د هند لوبډلې لپاره د تیر نړیوال جام نیمه پایلوبې څخه وروسته له لوبډلې ویستل شوی دی، په دغه لوبه کې نیوزیلاند هند ته ماتې ورکړې وه او پایلوبې ته یې لار وموندله.

دهوني له یادې مودې وروسته په لوبډله کې ځای نه درلود چې بالاخره د کرېکټ بورډ لخوا د نوي تړون یا قرارداد په هیڅ کټیګورۍ کې شامل شوی نه دی.

په دغه کټيګوریانو کې چې (A+، A، B او C) دي، د هند کرېکټ په نوي تړون کې ۲۷ لوبغاړي اعلان شوي چې د ای پلس کټیګوري معاش یې (۷۰) ملیونه هندۍ کالدارې، د ای (۵۰) ملیونه، د بي (۳۰) ملیونه او د سي کټیګورۍ معاش یې (۱۰) ملیونه دی.

په ای پلس کې چې تر ټولو غوره کټیګوري ده، ویرات کوهلي، روهیټ شرما او جاسپریټ بومرا شامل دي، کی ایل راهول له بي څخه ای ته او وریدیمن ساها له سي څخه بي کټیګورۍ ته پورته شوي دي، دغه راز دینیش کارتیک، امباتي رایډو او خلیل احمد هم له قرارداد لیست څخه ویستل شوي دي.

د غوره لوبغاړي ایم ایس دهوني په تړون لیست کې نه شتون دا په ډاګه کوي چې د هغه نړیوال کیریئر پای ته ورسېد، خو د هند لوبډلې مشر روزونکي روي شاستري ویلي وو، «که چیرې هغه «دهوني» په IPL کې غوره کارکردګي وښوده په لوبډله کې یو وار بیا ځای موندلی شي».

دهوني د هند لوبډلې په ګټه ټولې «۵۳۸» نړیوالې لوبې ترسره کړي چې ۱۶ یې سلیزې وهلي او ټولې یې له ۱۵زرو څخه زیاتې منډې جوړې کړې دي. د نوموړي په مشرۍ هند لوبډلې د ۲۰۱۱م کال پنځوس اوریزو نړیوال جام هم ګټلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x