افغانستان

د کورنيو چارو وزارت مرستيال خوشحال سعادت له دندې ګوښه شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د کورنيو چارو وزارت ستر امنيتي مرستيال خوشحال سعادت له دندې ګوښه شوی او پر ځای د همدې وزارت بل مرستيال جنرال عبدالصبور قانع ټاکل شوی دی.

د کورنيو چارو وزارت باوري سرچينو تاييد کړې، چې خوشحال سعادت له دندې ګوښه او د دفاع وزارت د ښوونې او روزنې د رئيس په توګه مقرر شوی دی.

۳۷ کلن خوشحال سعادت خپلې لوړې زده کړې په لندن کې کړي، کورنۍ يې په برتانيا کې ده، تېر کال د کورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال ټاکل شوی و او د يو شمېر کارونو له امله يې د ټولنيزو شبکو فعالانو ستاينې کولې.

د خوشحال سعادت د ګوښه کولو ګنګوسې له تېرو څو ورځو راهيسې روانې وې، چې نوموړی د امرالله صالح او يو شمېر نورو کړيو په غوښتنه له دندې ګوښه کيږي او پر ځای يې د پخوانۍ شمال ټلوالې سړی ګومارل کيږي.

په ټولنيزو شبکو کې د ګډ حکومت د مشر اشرف غني پلويانو د خوشحال سعادت ګوښه کول سره کرښه بللې وه او ښاغلي غني ته يې خبرداری ورکړی و، که د کورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال يې له دندې ګوښه کړ، دوی به يې له ملاتړه لاس واخلي.

د کورنيو چارو وزارت سرچينې وايي، په لنډ وخت کې به د خوشحال سعادت د ګوښه کولو او جنرال صبور قانع د ګومارنې په اړه رسمي فرمان صادر شي.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
یوسف
میلمه
یوسف

خوشحال سعادت ده شمالی تلوالی او دافغانستان یو تک له ځوان و

عبدالله
میلمه
عبدالله

فکر کوم اشرف غنی د کابل د زینو زورواکو او غاصبینو په وراندی جدی تگلاری انتخابوی چی دا کار د وزارت داخله جدی عملی تطبیق ته ارتیا لری، ددی لپاره چی خوشحال سعادت دی کار کی بدنام نسی او هم د شمالی لندغر یی په وراندی زیات عکس العمل ونه شه یی نو یی دی کار لپاره بل نفر انتخاب کر. عین حال کی خوشحال به وزارت دفاع او داخله کی هم تجربه ترلاسه کری چی د اشرف غنی راتلونکی کی به د داخله او دفاع وزارتونو د مشری لپاره پوره ترین شوی وی.

Back to top button
Close
Close