
ممبر دسنګر په رول کي
امرالله عمران
ممبر په افغانستان کي هغه ځواک دی،چې له دې لاری ټول ولس په یو مرکزیت را ټولیدلی او رهبري کیدلی شي، که چیري د ممبر دښمن که له همدې لاری ونه پیژندل شي، د نورو لارو پیژندل او ځپل کیدل یې بیا مهال او له امکانه لري خبره ده.
تاسي وګورئ! کله چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم د ممبر نه دسنګر غږ راپورته کړه، په ډیره لږه مو ده کي الله تعالی ورته د باطل ځواکمن قدمونه په ګونډو کړل او انسانیت د اسلامي تمدون د عروج ننداره وکړه.
که د تاریخ پاڼي را واړوئ، نو وبه ګورئچې په هر پړاو کې د ممبر دښمن د هر څومره ځواک سره سر راپورته کړی، دممبر له لاری ځپل شوی، او آن له همدې ځایه لمنځه هم تللی، یهود د مسلمانانو له دی معنوي قوته خبر وو ډیری هڅی یې د مستشریقینو له لارې وکړی خو ممبر خپل مسؤلیت او خپل دښمن پیژندلی و، نو ځکه پری برلاسي نشو.
کله چې د حاکمیت خبره په ښکاره له ممبره د وخت د حاکم له ډاره ونشوه، او د مدرسو له نصابه کتاب جهاد وویستل شو.
کله چې ممبر د امر بالمعروف او نهي عن المنکر خپل پیغمبري مسؤلیت پریښوده… او ملایانو تری دسنګر په توګه استفاده ونکړه، نو دممبر دښمن په ممبر برلاسی شو، او ډیر ملایان سره د ممبره د دښمن په خوا کي ودریدل، او د ممبر دښمنې له ممبره شروع شوه، چې دا لړۍ تر اوسه روانه ده…
اوس له ډیر وخت ورسته که د امر بالمعروف او نهي عن المنکر غږ له ممبره پورته کیږي د ډیمکراسۍ په غیږ کې روزل شوو ته د خطر زنګ ښکاري؟ خو دوي خبر ندي چې دا د ممبر د خپل مسؤلیت دی.
دا چې اوس د هرات د جامع جومات خطيب او امام شيخ مجيب الرحمن انصاري ويلي که حکومت د فساد مخنيوی نه کوي، نو علماء به د اخلاقي فساد عاملينو ته سزا ورکړي، هغه حکم کړی چې پر تورنو کسانو دي د پلټنو ورسته د ده پلويان اسلامي حد جاري کول خپل مسؤلیت بولي.
که چېرې څوک غلا وکړي، شراب وڅښي او د شرعې خلاف کارونه وکړي د ده د پلویانو له خوا به د اسلامي قوانینو په رڼا کې سزا ورکړل کیږي «که چېرې غل ونیول شي…. باید دارالافتاء ته یوړل شي؛ که چېرې دارالافتاء وویل چې د غله لاس دې پرې شي، باید پرې شي – که يې څه هم د بشر د حقونو ټول سازمانونه تر شا ولاړ وي.»
اوس بيا په ځينو رسنيو کي په دغه حقاني عالم پسي منفي تبلیغات شروع شوي، او دځینو درباري ملایانو په توسط اوس غواړي دغه د حق غږ خپ کړي، کنه بله لاره کې خو ښه مهرت لري! لکه دا اتلس کاله یې چې د زور، فیشار، زندان، او وژلو له لاري بي شماره علماوو غږوونه خپ ساتلې وو …
هیره دي نه وي دغه اسلامي عالم خپله د امر بالمعروف او نهي عن المنکر په نوم اداره جوړه کړې ده، چې په توسط به یې اسلامې احکامو ته د عمل جامه ور اغوندي.
دا هم ويل کيږي چي دغه مولوی صاحب په هرات کې د ښځو د حجاب یو کمپین په لاره اچولی وو او پر بیلبورډونو یې لیکلي وو: چې بې حجابه مېرمنې د هغوی د میړونو د بې غیرتۍ ښکارندويي کوي.
همدا د ممبر غږ دی !
آفرین دي شي ورباندي رښتيانی ديني عالم بايد دغسي وي، داهم د ممبر مسؤلیت دی راځئ دا غږ بدرګه کړو او تر شاه یې ودریږوو! دا هغه غږ دی چې تر اوسه ډیرو ځوانانو خپلي خیالې ځوانۍ ددي هدف لپاره قرباني کړي، تر څو حاکمیت بیرته د ممبر لاس ته ولویږي.
ديره أعلى مقاله مو ليكلي ده
منبر#
مِنْبَر: مَرْقاة يَرتقيها الخَطيب أَو الواعِظ ليُخاطِب الجَمْع من مَوْضِع يُشْرِف عليهم
ويكون مَرْئيًّا ومَسْموعًا منهم
د یوې اسلامی ټولنی مؤمن او معتقد غړی پدې ډېر خوښېږی چی پر ټولنه ئې د نورو چارو د سمون تر څنګ، د عفت او عزت فضاء حاکمه وی خو خبره دا ده چی هر کار او هره چاره ځانته خپل مقرارات او شرائط او صلاحیتونه لری د یو حکومت په سایه کی هیڅ څوک ( که څه هم د زمانې فقیه وی ) دا صلاحیت نلری چی د قضائی او عدلی ادارو سره موازی پخپل سر ځانته د قضائی او عدلی چارو تشکیلات را منځته کی، دا کار هیڅ شرعی او قانونی جواز نلری. د مولوی صاحب انصاری او… نور لوستل »