ټکنالوژي

د بوټانو بدبویي ختمولو لپاره نوې بریښنایي آله وړاندې شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د په بوټانو کې د ډير ګرځېدو له کبله له پښو خوله راځي چې یوه عامه خبره ده خو په دې خوله کې شته باکتریاوې د بوټانو او د پښو بدبویۍ لامل کیږي، چې د وګړو لپاره یو بد او شرموونکی حالت ګڼل کیږی.

خو اوس ساینسپوهانو یوه داسې ټکنالوژيي آله وړاندې کړې چې په حیرانونکي ډول بوټان په بشپړ ډول له بدبویۍ ساتي.

د سویلي کوریا (سمارټریوم بینګ اي) شرکت لخوا داسې یوه د لوړې ټکنالوژي وړونکې آله یا توکی وړاندې شوی چې له بوټانو څخه راتلونکی بوی له منځه وړي.

دغه بریښنایي توکي ته (Shoe blast) نوم ورکړل شوی چې د بریښنایي آلاتو نندارتون پرمهال د امریکا په لاس ویګاس ښار کې معرفي شو.

شوبلاسټ د تودوخې او د اضافي شعاوو په استعمال سره له بوټانو څخه د راتلونکي بوی پر وړاندې کار کوي.

دغه اله لومړی ګرمه هوا چلوي چې تودوخه یې له ۴۰ نه تر ۶۰ درجې ته رسیږي، په دې سره له بوټانو خیشتوالی ورک او بلکل وچ او خشک شي، له ګرمې هوا وروسته په دې کې شته مواد له بوټانو ۹۹سلنه باکتریاوې او وایروس له منځه وړي.

له دغه کار وروسته آله د «هیومیډټي سینسر) په واسطه ګوري چې ایا بوټان په بشپړ توګه خشک شوي که نه، او بیا په کې د شته LCD له لارې خبر هم ورکوي.

دغه بریښنايي آله یوازې د بوټانو بوی ختمولو لپاره نه، بلکې د دستکشو، خولۍ او د موټر سایکل هیلمټ بدبويي او رطوبت هم له منځه وړلای شي. د چارج په واسطه چارجیږي او تر ۱۸۰ دقیقو کار کوي.

شوبلاسټ آله د زیاتې تودوخې له کبله په یوه وخت کې د دوه جوړه بوټانو لپاره کار کولای شي، چې بیه یې (۱۹۹) امریکایي ډالر ایښودل شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x