ورزش

د ۱۹ کلنو نړیوال جام؛ افغانستان سبا لومړۍ لوبه کې سویلي افریقا سره مخ کیږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د ۱۹کلنو څخه کم عمره ځوانانو نړیوال جام به سبا په ۱۷م جنوري د جمعې په ورځ پېل کیږي چې افغان لوبډله به خپله لومړۍ سیالۍ کې د کوربه هېواد سویلي افریقا پر وړاندې مخ کیږي.

افغان لوبډلې په تمریناتي سیالیو کې د انګلستان پر وړاندې بریا خپله کړه، خو د هند پر وړاندې یې توپ وهونکي په بشپړ ډول ناکام شول او یوزاې ۴۴ منډې يې جوړې کړې.

د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې مشر فرحان زاخیل وایي چې په نړیوال جام کې د هرې لوبډلې پر وړاندې بشپړ چمتو والی لري، او کولی شي هر سیال مات کړي.

افغان لوبډله په تېر ۲۰۱۶م ۱۹ کلنو نړیوال جام کې تر نیمه پایلوبې لار موندلې وه.

د افغانستان او سویلي افریقا لوبډلو ترمنځ سیالۍ به سبا د جمعې په ورځ د افغانستان پر وخت ۱۲:۳۰ بجې پېل شي، دغه سیالي به افغانستان کې هم په ژوندۍ بڼه وښودل شي.

د یادونې ده چې د ۱۹ کلنو نړیوال جام سیالۍ د سویلي افریقا په کوربه توب سبا د جمعې په ورځ په ۱۷م جنوري پېل کیږي او د فروري میاشتې تر ۹مې نیټې به دوام وکړي.

ټاګونه
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close