ثبات او همپالنه ټیم: که ټاکنې دویم پړاو ته ځي، د دولت جوړوونکي ټیم واکونه باید محدود شي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۷ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د اجرائیه رییس «عبدالله عبدالله» په مشري د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډله وایي، که ټاکنې د یوې «غیرقانوني» پرېکړې له لارې دوهم پړاو ته ولاړې شي، ورسره جوخت باید د حاکم ټیم واکونه هم محدود شي.

د ثبات او همپالنې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان خلګو «تقلب کوونکي» ټیم ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی او اوس په دې تمه دي، چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ټاکنو د لایحو او قوانینو په رڼا کې او خپلو اصولو ته د متعهد پاتې کېدو په رڼا کې شکایتونه وڅېړي او د ټاکنو د خپلواک کمېسیون په څېر تېروتنې ونکړي.

خبرپاڼه وړاندې لیکي «په تېر دور ټاکنو کې دولت جوړوونکي ټیم د رایو د اخستلو په موخه له دولتي امکاناتو استفاده کړې، که چېرې یو ځل بیا د یوې غیر قانوني پرېکړې له لارې ټاکنې دویم پړاو ته ولاړې شي، له هرې ممکنې لارې څخه په استفادې باید د حاکم ټیم واکونه محدود شي او د دولتي امکاناتو د استفادې واک ترې واخستل شي.»

یاده دې وي، چې د ټاکنو د لومړیو پایلو تر اعلان وروسته «ثبات او همپالنې» ټيم د اته زره په شاوخوا کې شکایتونه ثبت کړي.

په ورته وخت کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وایي، اکثریت شکایتونه جدي دي او ښايي پایلې ورسره تغیر وکړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close