افغانستان

ارګ: د سولې هغه طرحه د منلو وړ ده، چې اوربند پکې مطرح شوی وي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۷ مرغومي، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه، چې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر په ګډون یو شمېر سرچینو خبر ورکړ، طالبان د جګړې د شدت په کمولو رضا شوي، ارګ يې په غبرګون کې ویلي، یوې باعزته سولې ته د رسېدو یوازېنۍ لاره «اوربند» دی.

د ارګ ویاند «صدیق صدیقي» په خپل ټویټر باندې، سوله د افغانستان د نړیوالو متحدینو، افغانانو او افغان حکومت اساسي اړتیا بللې او په خبره یې «تلپاتې او باعزته سولې ته درسېدو لپاره چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او خلکو غوښتنه ده،داوربند تامین یوازینۍ لاره ده.»

د صدیقي په قول، دوی ته یوازې هغه طرحه د منلو وړ ده، چې اوربند پکې مطرح شوی وي «هره طرحه چې اوربند په کې د اساسي ګام په توګه مطرح شي، خلکو او دولت ته به د منلو وړ وي.»

ارګ وروسته له هغه، د اوربند په ټکي ټينګار کوي، چې په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر «ملا برادر اخند» د امریکایي مذاکراتي ټیم له مشر «زلمي خلیلزاد» سره د توافقنامي د لاسلیک په مراسمو خبرې کړې.

په ورته وخت کې، یو شمېر سرچیني وایي، په دوحه کې طالب استازو د امریکايي لوري د اوربند د وړاندیز په ځواب کې د جګړې شدت وړاندیز کړی.

که څه هم د جګړې د شدت کمولو خبرونه د طالبانو او امریکا له لوري په رسمي ډول نه دي تایید شوي؛ خو کابل حکومت یې ان له اوسه په وړاندې د انکار لاره نیولې او اوربند یې د بین الافغاني مذاکراتو د پيل لپاره اساسي شرط یاد کړی.

تېره ورځ د سولې په چارو کې د کابل حکومت وزیر «سلام رحیمي» هم د اوربند په تامین ټینګار کړی وو او د جګړې د شدت کموالی یې «بې مفهومه» ګام یاد کړی وو.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
A saeed
میلمه
A saeed

دا بی حېثېته غلام دی غپا ته زور ورکړی ! حېڅ ده حېرانتېا خبره نه ده.
مهم ده دوئ بادارن دی له هغو سره چی کله معلومه سی له دوې سره بېا ملت پوهېږی چی ځه ورسره وکړی.
ده نړېوالی سولی او سوکالی په هېله

Back to top button
Close
Close