ورزش

افغان ۱۹ کلنو ځوانانو د نړیوال جام په لومړۍ لوبه کې بریا خپله کړه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۷ مرغومي، ۱۳۹۸ل): سویلي افریقا ته ماتې ورکړه او د نړیوال جام پېل یې په زړه پورې بریا سره وکړ.

افغان ۱۹کلنې لوبډلې نن د ۱۹ کلنو نړیوال جام د لومړۍ ورځې په ترڅ کې د سویلي افریقا ۱۹ کلنې لوبډلې پر وړاندې په هره برخه کې ښه وځلیدل او په اسانه یې بریا خپله کړه.

د افغان لوبډلې لخوا په توپ اچونه کې لیګ سپینر شفیق الله غفاري وځلید او شپږ ویکټې یې واخیستې، دغه راز په توپ وهونه کې عمران امیر او ا براهیم ځدران د نړیوال جام لومړۍ پنځوسیزې په خپل نوم کړې.

په یاده لوبه کې سویلي افریقا لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوزیدلو یوازې ۱۲۹ منډې جوړې کړې چې افغان لوبډلې ټاکلی هدف د ۳ ویکټو په توپیر په ۲۵ اورونو کې بشپړ کړ.

د یادې لوبې پچه سویلي افریقا ۱۹ کلنو وګټله او لومړی یې د توپوهونې پریکړه وکړه، افغان چټک توپ اچونکي فضل حق د سویلي افریقا دوه توپ وهونکي په لومړي سر کې وسوزول، وروسته د شفیق الله غفاري او نور احمد په غوره توپ اچونه سویلي افریقا یوازې ۱۲۹ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې د افغان ۱۹ کلنو لوبډلې د ابراهیم ځدران او عمران امیر نیمه سلیزو په مرسته ټاکلی هدف په ۲۵ اورونو کې بشپړ کړ، ابراهیم ځدران ۵۲ او عمران امیر۵۷ منډې جوړې کړې.

شفیق الله غفاري په غوره توپ اچونه د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو، نوموړي په ۹.۱ اورونو کې یوازې ۱۵ منډې ورکړې او ۶ لوبغاړي یې وسوزول.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close