د ملا محمد عمر مجاهد او پاچا ظاهر خان ډوډۍ

نظر محمد مطمئن

د ۱۹۹۸ ز کال وروستي وختونه وو، جنرال رحمت الله ساپی او زه (امام الدین ساپی) له لندن او جرمني څخه کندهار ته له طالبانو سره د لیدو لپاره ورغلي وو.

زموږ لپاره یې د طالبانو په میلمستون (منډیګک ماڼۍ) کې ځای چمتو کړی او هلته یې نسبتاً ښه خواړه راته تیارول، خو بیا هم د طالبانو نظام کې غربت او مسکنت زیات و.

جنرال رحمت الله ساپی لومړی افغان جنرال و چې د پاچا ظاهر خان په وخت کې یې ۱۶۰۰ کمانډو افغان پوځیان وروزل، اوهغه وروسته د پاچا ظاهرخان د ګارد عمومي قومندان و، ډیر وخت یې په ارګ او ارګ کې دننه حرم سرای کې د پاچا ظاهر سره تیر کړی و.

امام الدین ساپي وایې: “جنرال رحمت الله ساپی د ښو خوړو شوقي و، موږ چې کندهار کې وو، یوه ورځ هغه د ډوډۍ پر مهالل را ونه رسيد، موږ هم خپله ډوډۍ وخوړله، خو ناوخته چې جنرال ساپی راغی، هغه وویل: “وږی یم، اشپز ته ووایاست که ډوډۍ پاتې وي. ”
موږ له جنرال ساپي پوښتنه وکړه، چې تاسي ولی ناوخته شوئ، چیرته تللي واست، هغه وویل: “د پاچا ظاهر خان په وخت کې مې په ارګ او دربار کې ډیر وخت ډوډۍ خوړلۍ وه، غوښتل مې چې د طالبانو د مشر په دربار کې هم ډوډۍ وخورم، تر څو ووینم چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر مجاهد ته کوم ډول خواړه تیاريږي، نو ځکه نن له خپل ځایه وتلي وم، او هلته د ملا محمد عمر مجاهد د اوسیدو ځای کې منتظر وم، چې د ډوډۍ وخت شو، زه هم ورغلم.

ډیره عجیبه وه، بیخې مې نه شوای منلای، که بل هر چا راته ویلي وای، دا مې نه منله، خو په خپلو سترګو مې هر څه ولېدل.

ملا محمد عمر مجاهد او ټول مشران او کشران طالبان همهغه لوی سالون کې ناست وو، دسترخان په ځمکه هوار شو، چوکۍ او د ډوډۍ میزونه نه وو، او په ځمکه سرې غالۍ هم نه وي، عادي فرش اچول شوی و.

لږ وروسته د ملا محمد عمر مجاهد په ګډون د هر طالب مخې ته یوه یوه ډوډۍ کیښودل شوه، غټې غټې د شوروا کاسې راوړل شوي، ډیرې پټاټې (کچالو) او لږ غوښه په هر کاسه کې وه.

زما د حربي پوهنتون له وخته له کچالو سره جوړه نه وه، او نن خو ښه پاخه شوې هم نه وو، ډیر کلک وو، شړومبي هم په څو نفرو یوه کاسه د دسترخوان منځ کې کېښودل شوې.

همدا د طالبانو د سیاسي، نظامي، روحاني او معنوي مشر ډوډۍ وه، له خپلو ملګرو سره یو ځای ناست او په خوند خوند یې د شورا په ګوله پسې غړپ شړومیې کولي.

دا نو په هیڅ ډول د پاچا ظاهر د دربار له ډوډۍ سره د پرتلې وړ نه وه، حتی د پاچا د باغوانانو، خادمانو او په ارګ کې د ډیر ټیټ رتبه کس له ډوډۍ هم د طالبانو د مشرانو ډوډۍ ډیره کمزوري وه. ”

امام الدین ساپی وایې، د منډیک ماڼۍ اشپز ډوډۍ راوړه او جنرال رحمت الله تر نورو ورځو هم نن ډیره وخوړله.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
6 د تبصرو شمېر
11 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اجمل
میلمه
اجمل

افسوس چی مشر ملا لږ په سیاست هم پوه وای بیا به یی خوند کړای وای. د هغه په وخت کی حتی پنجابیانو د کابل په شهر نو کی دکانونه تر لاسه کړی ول، هغه د ترافیکو پخوانی ریاست د حاجی یعقوب مسجد نه هاخوا کی یوه پنجابی یو معمولی دکان جوړ کړی وو چی ټول د خوراک څیزونه یی ۲۰۰ ډالره ارزښت ندرلود. عربیانو د شهرنو د ګل فروشی سرک کی ځانو ته خونی په کرایه نیولی وی خلک هر ورځ په نوم د دی چی ږیره دی لنډه ده وهل کیدل او په زوره مسجد ته کشول کیدل.… نور لوستل »

نصیب ځدراڼ
میلمه
نصیب ځدراڼ

دا اوس چې په سیاست پوه دی د دوی په وخت کې یې د طورخم دروازه ولګوله او د ډیورنډ تار یې نیمایي په افغانستان کې تیر کړ

اجمل
میلمه
اجمل

نصیب ځدران صیب: الله د دغه په سیاست پوهان زر تر زره ورک کړی له دوی څخه بیغرته می په ولاکه په عمر کی لیدلی وي. خبری دی تایده ومه باکل ريښتیا وایی.

امرخیل
میلمه
امرخیل

اجمل جانه په ورستیو ریژیمونو کی دی لکه چی ښه ساعت تیر دی د هر څه پریمانی ده نه قحطی شته نه قیمتی د امریکانو ډالر ښه ډیر دی نه قصاص شته او نه رجم چی څه کوی هغه کوه نوش جانم یعنی ته یی د شرعی نظام نه ډیر په تنګ وی او اوس خو ښه دی سیاستمداران هم ښه ډیر دی او په هر څه پوهیږی

اجمل
میلمه
اجمل

امر خیل صیب: کور د آباد چی په نرمه ژبه لکه سوچه مسلمان د ما سره خبری کوی. ځینی نور خو لکی ## غوندی دی. د طالبانو په وخت کی می په یوې فرانسوی موسسسی کی کار کاوو د شفاخانی د اداری مسؤل په صفت، ږیره می ښه اوږه پریښی وه ښه امنیت وو خو خلک بیچاره ټول در په دره وه. په الله باور وکړه کمی په عمر کی له کوم حکومت سره کار کړی وی. د عسکری وخت پخوانیو مجاهدینو سره تیر کړ، هجرت می وکړ، د روسانو په مقابل کی زخمی شوم، په جبهی کمی کلینک درلود… نور لوستل »

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

ښه کیسه ده، ددې ډول کیسو اورېدل لویانو ته خوب ور ولی او ماشومان له خوبه را پاڅوی. دطالبانو د مشرانو د خوړو څرنګوالی د بحث موضوع نه ده البته بده نه ده وویل سی چی د طالبانو سترخوان ( ښوروا + شلومبې) هم د طالبانو افکارو او کړنو غوندی د عجائبو یو ترکیب ؤ. امّا د کومانډر جنرال ( ساپی، دا د المتوکل علی ا څه ووایم ، ظاهر شاه د دستګاه نظامی او تباری صافی) څرګندونی د المتوکل علی الهیڅ ( ظاهرشاه) د سترخوان د کیفیت په هکله یو ډول غیر ارادی تریخ اعتراف دی. هغه ظاهر شاه… نور لوستل »

عبدالله
میلمه
عبدالله

کاش طالبان نن د هغه لار تعقیب کری وای دوی خو اوس قاچاق کوی، په پروژو کی خپل برخه اخلی، ودونه کوی، د عینو مینی نمری اخلی، د خارج سفرونه کوی، کباب چلو، پیپسیاو او پیرینی وهی البته دا
د مشرانو حال دی پاته سوه خبری د کشرانو هغوی مختلف دی زینی پر دولتی شی پر نیولو پیسی اخلی زینی بیا مطلق په پخه عقیده جنگیزی او په وچه دودی گذاره کوی.

عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

په دغو طالبانو زه هم خبر يم دغسي کارونه او دغسي ډېر نور کارونه هم کوي. خو دا پخواني طالبان دي چي امريکايانو او ګوډ حکومت ته تسليم سوي دي او درګرده ډالر ټولوي او جايدادونه په رانيسي. دوی د طالب له نامه څخه ډول ډول سوء استفادې کوي او په عين حال کي يې هم طالبان عزت کوي، هم پر امريکايانو ډېر ګران دي، هو پر امريکايانو بېخي ډېر ګران دي! او هم د ګوډ حکومت پټ غټ چارواکي دي، ډالري معاشونه ورته مقرر دی او د ساتلو لپاره يې پر کورونو د ملي امنيت ساتونکي دوامداري پيرې کوي.… نور لوستل »

عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

ګرانه وروره رښتياني طالبان دغسي نه دي، دا او دغسي کارونه پخواني تسليم سوي طالبان کوي.

عبدالله
میلمه
عبدالله

همت صاحب ایمیل دی راته ولیکه چی اسناد در واستوم چی درته ثبوت یی کری چی د طالب جنگ ناروا دی. منم چی اَشغال سته او حکومت هم غلام دی خو طالب جگره هم د اسنادو پر اساس جهاد نه دی او هغه شه خلگ یی غولیدی دی.

اجمل
میلمه
اجمل

عبدالله: اوس خو طالبان سیاسی شوی باید داسی وکړی. د ######. مشر ملا د الله وبښی هغه یو ساده پټان سړی و نه له سیاست نه خبر وه او نه هم یی دنیا لیدلی وه هغه ته د جومات کنج داسی ښکاریده لکه چی اوس ځینو ته د قطر ښار ښکاری.

غوربندي
میلمه
غوربندي

ليکوال ساپي صاحب دی که مطمين صاحب؟

مجاهد
میلمه
مجاهد

لیکوال مطمن صاحب او د ساپی صاحب د خولی قیصه یی رانقل کړی

جلال
میلمه
جلال

له همدی وجهی نه دی چی د عرب او عجم په زرونو کی دیر قدر او عزت لری. که سری د دنیا مشهورو حقبینو محللینو تبصری واوری او ولولوی، نو معلومیژی، چی پوی خلک سونه د قدر او عزت په سترگه ورته گوری. الله یی جنت فردوس نصیب کری او پرحقه ارمانونه یی پوره کری. آمین

جميل
میلمه
جميل

مظمون د مشر ملا صاحب محمد عمر مجاهد (رح) پر خاکساری دی چی ملا صاحب داسی کيسی ډيری لری چی مونږ ته کيسی ښکاری خو د هغه (رح) ژوند همداسی غريبانه او خاکساره و . اوسنی طالبان ټوله د هغه ثمر دی او ټوله په هغه نازيږی او ډير پر ګران دی . امريکايا او متحدينو يی په افغانستان کی ډير ډالر مصرف کړل خو پر الله(ج) مين خاکساره طالبان يی ونسو کړای چی رانيسی پدیچی هغوی نرخ او قيمت نلری يعنی نه رانيول کيږی . داچی پلانی او پسلانکی څه کوی هغوی به طالب نه وی او نه به… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

جمیل صاحب ! طالب مجاهدین چه د لوی ولی الله عمر مجاهد له خوا روزل شوی او بنیاد یی کیښودل شوی هماغه صحابه کرامو ته ورته دی چه د انحضرت ص په واسطه یی بنیاد کیشودل شوی او عملی بڼه کی راوزل شوی وی. تاسی باور وکړی د طالبانو اوسنی دوره د صحابه کرامو تاریخ زوندی کوی یا د هغوی د دوری یو ژوندی مثال دی زه نه وایم چه هغوی دی مګر کټ مټ د هغوی په قدمو یی قدمونه ایښی . د دنیا یو قدرت یی هم نه شی ماتولی هغوی چه د الله سره د ملاقات د… نور لوستل »

عبدالله
میلمه
عبدالله

جمیله! د ملا محمد عمر په خاکساری کی هیخ نه وایم که سه هم زیات علم یی نه درلود خو واقعیت کی یو شخصیت وو. اما د اوس د مشرانو د کوم یوه تاریخچه د ظلم غواری؟ د متقی که فوجی عباس ستانگزی؟ بله خبره د شه سریتوب ده، یو سری به خپله شخصا شه وی خو د رهبری استعداد به نه لری او دا به نسی تحلیلولای چی زما فعلی رهبری د اسلام په گته نه ده. همدا نقطه ده چی طالبانو کی وجود لری. البته زه د طالبی تحریک یادوم نه مطلق طالب زکه ددینی علومو زده کوونکی… نور لوستل »