
د ملګرو ملتونو، امریکا او اروپايي ټولنې استازي په افغان سوله غږېدلي
نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۷ مرغومي، ۱۳۹۸ل): په داسې حال کې چې طالب او امریکایي مذاکراتي ټیمونه په دوحه کې د سولې په خبرو بوخت دي، د ناټو، ملګرو ملتونو او یو شمېر اروپايي هیوادونو استازو په متحده عرب اماراتو کې د افغان سولې په تړاو ناسته کړې.
دغه غونډه چې ویل کېږي، د یوناما په نوښت جوړه شوې وه، پکې د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي «نیکولاس کي»، د جرمني ځانګړي استازي «مارکس پوتزل» ، د امریکا ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» او د یوناما او ناروې هیواد استازو ګډون کړی وو.
د یوناما له لوري په همدې تړاو په ټویټر ویل شوي، چې په دې ناسته کې ټولو لورو د افغانستان د سولې لپاره د کېدونکو هڅو ملاتړ وکړ.
🇺🇳 UNAMA chief Tadamichi Yamamoto with US and European Special Envoys & Reps for #Afghanistan 🇦🇫 met in Dubai today, taking stock of international support for peace efforts. pic.twitter.com/r0InPfyq3Q
— UNAMA News (@UNAMAnews) January 17, 2020
په ورته وخت کې د جرمني ځانګړي استازي «مارکس پوټزل» لیکلي، چې په برابره شوې ناسته کې ټولو جهتونو د تشدد کموالی اړین وباله.
US-Europe+UNAMA met in Dubai today. Discussed ways forward towards a comprehensive peace process for AFG. We agreed that reduction of violence remains key.
— Potzel Markus (@PotzelMarkus) January 17, 2020
ناټو، امریکا، ملګري ملتونه او د یو شمېر اروپايي هیوادونو استازي داسې مهال، په دوبۍ کې د افغان سولې په تړاو جرګه کېږي، چې په دوحه کې طالب او امریکایي لوري یوه توافق ته په رسېدو ښکاري او تېره ورځ د امریکایي مذاکراتي ټیم مشر «زلمي خلیلزاد» د طالبانو د سیاسي دفتر له رییس «ملا برادر اخند» سره لیدلي او د توافقنامې د امضاء کولو په مراسمو یې ورسره خبرې کړې.