له ژوند سره معامله

عبدالفتاح فاتح
د ژوند تر ټولو غوره ځانګړنه داده، چې ښې او بدې ورځې یې دواړه تېرېدونکي دي، د انسانانو زندګي یوې بهانده ویالې ته پاتې کېږي، روانه ویاله دا نه ګوري، چې رڼې او که ناپاکې اوبه ورکې رواني دي، په خپله مخه ځي او ورسره مل شیان په مخه کوي…

دا د الله تعالی یو ستر نعمت دی، چې په ښو ورځو پسې بدې او په بدو پسې ښې راولي، په دې ستر حکمت یوازې هغه څوک ښه پوهېږي، چې د بصیرت سترګې یې رڼې وي او د حیات له دیواله رابېله شوې هره خښته یې د ښو او بدو ورځو د یو تسلسل شاهده پاتې شوې وي..

کله چې، قران کریم لولو، هلته د زندګۍ په بیان کې تر «العسری» وروسته د «یسری» ذکر په مخه راځي او
داسې ځایونه هم شته، چېرې چې د ښو ورځو تر بیان وروسته د ترخو ورځو یادونه تر سترګو کېږي، په دې توګه سره الله تعالی موږ ته د ښو او بدو ورځو سره د محتاطانه چلند درس راکوي او دا راښيي، چې ژوند د خوښو او ناخوښو صحنو یو ګډ تسلسل دی، چې موږ باید له وړاندې ورته اماده واوسو.

د ژوند په دې ځانګړنه کې د الله تعالی ستر حکمتونه نغښتي مثلا انسانان که ټول عمر په خوښۍ کې تېر کړي، درد ونه ګالي، پښې یې اغزیو ته سیخې نه شي او نازک اندامونه یې د ژوند ستړو ته مات نشي؛ بیا يې په وجود دننه د لويۍ حس پیدا کېږي او د تکبر وزرې يې رازرغونېږي.

که انسان پرلپسې خوښي تجربه کړي او د غم ورځ ونه ویني، دلته نه بیا د خدای او د انسان تر منځ د بندګۍ او عبودیت اړيکه پاتې کېږي او نه هم د خدای د لويۍ او عظمت لوړتیا؛ بلکې انسان په خپل ځان اتکاء کوي، خپلې وړتیاوې د خپلو اړتیاوو د بشپړېدلو لپاره کافي بولي، خوښې ورځې د خپل استعداد پیداوار ګڼي او تر څنګ یې لوی ظلم دا کوي، چې د خدای بندګي په خپل وجود یو اضافي بار حس کوي.

ددې ترڅنګ د بدو ورځو تکرار هم له انسان سېک اخلې، په څو ورځو کې تر نوراني سترګو تورې کړۍ راګرځوي او په یوه شېبه کې د یوه مټور وجود غوښې ویلې کوي او په دې توګه انسان د هډوکو یو کالبوت ته ورته کوي، که چېرې په بدو ورځو پسې ښې ورځې پېښې نشي، نور بیا مخلوقات د خپل خالق د رحمت دروازې په ځان باندې تړلې ګڼي، ځان یو رټل شوی مریی ورته ښکاري او داسې ګڼې، چې خدای یې د مهربانۍ لاس ورته په سر نه تېروي؛ خو الله لوی دی، لا له وړاندې یې تر سختۍ وروسته د اسانۍ د راتلو وعده کړې او خپلو بندګانو ته یې ډاډ ورکړی، چې یوازې به یې نه پرېږدي.

زه په خپلو نږدې پېژاندو خلګو کې داسې یو څوک پېژنم، چې یو وخت یې مسترح ژوند درلود، شپه یې په دوبۍ او ورځ یې په لندن تېرېده، دی نه د ژوند له ستړو خبر و او نه یې د تنګلاسۍ په نوم څه پېژندل، هر څه ډېر وو او سړی د خدای په نعمتونو کې پټ و، دی که څه هم صالح او متقي انسان دی؛ خو هماغه مهال څه داسې کارونه ترې وشول، چې د بنده له واړه شان سره نه ښايېدل، نه پوهېږم تر دې کارونو وروسته د کوم ازار شوي د خولې ازار ته سیخ شو، کاروبار يې په ټپه ودرېد، د لندن او دوبۍ جایدادونه پلورلو ته اړ شو او له ډېرې بدې ورځې یې په نیمه بیه له لاسه ووتل، نه هغه خاني پاتې شوه او نه هم د هغه ورځو دبدبه، بس یو خوب وو، چې ولیدل شو او نور په راڼه میدان هیڅ پاتې نشول…

زه اوس هم دی کله، کله ووینم، دی که څه هم له عمره کشر دی؛ خو په څنګ کې یې یو غوره سوداګر هم دی، یوه ورځ راسره کېناست، ده ته مې ویل، ژوند د یوې سیکې دوه مخونه دي، ستا په وړاندې یې لومړی مخ تېر شو او اوس یې دادی دوهم مخ ته ګورې…

ده ویل: په کاروبار کې له ډېرو ستونزو سره مخ شوم او دې ستونزو زه یوه ژور تفکر ته اړ ایستم، اوس عادت
شوی یم، په ژوند کې رامنځته کېدونکي هر بدلون ته په ژور لید ګورم، له کومې ورځې چې مې په سوداګرۍ کې تاوان کړی او ژوند مخ په ځوړ روان شوی، له هغه مهاله تر دې دمه، ددې کار حکمتونو ته فکر وړی یم او اوس داسې یوې پایلې ته رسېدلی یم، چې ما د خدای په وړاندې شکر ایستلو ته اړ باسي.

زیاته یې کړه؛ که ژوند په هماغه یوه حالت روان وای شاید له ما داسې څه شوي وای، چې بیا به یې جبران ماته ستونزمن وو، ښايي زه خپل غولوونکي مسترح ژوند داسې یوې کندې ته ور ټېل وهلی وای، چې بیا به ترې راختل د بنده له وس پورته وو، شاید زه په داسې یوه ګناه اخته وای او یا په داسې یوه لاره تللی وای، چې نن به مې د خدای د شکر د اداء کولو توان هم نه درلود او نه به مې په خدای د توکل او تکیې اسره په زړه کې درلوده؛ بلکې د یوه بې دینه ډیوالي شوي انسان په څېر به مې یا ځان زندۍ کاوه او یا به مې د شرابو له خونې جنازه اخستل کېده…

ده رښتیا ویل، الله تعالی خپل صالح بنده ګان په ازمايښتونو ازمايي، ددوی په ژوند کې لوړې، ژورې راپیدا کوي او په دې توګه دوی ته د زغم او له حالاتو سره د مقابلې درس ورکوي او تر څنګ یې هغوی ته ورښيي، چې دوی بندګان دي او کارونه یې ټول د داسې یو چا په لاس کې دي، چې د بندګۍ سر باید ورته ټيټ شي.
د یوسف علیه السلام په قیصه کې سړی په هغه باندې تېرېدونکو شېبو ته حیرانېږي او تر څنګ یې سړی له دې پوښتنې سره مخ کېږي، چې اخر د کوم لامل له مخې الله تعالی خپل نازولی حسین بنده په دومره ستر ازمايښت کې اچوي؟ ولې هغه د خپلو وروڼو په لاس یوه ژور څاه ته ور ټیل وهي، له هغه ځایه یې د مصر د وزیر غلام ګرځوي، بیا یې د زلیخا تر دره او له هغه ځایه يې د زندان د تورو تمبو شاته بیايي؟ دا هر څه سړي ته هېښوونکي وي او له ځانه پوښتي، چې څنګه خدای خپل نازنین بنده له داسې حالاتو تېروي؛ خو کله چې کیسه بشپړه لولو، قدم، په قدم یې حکمتونه راسپړل کېږي، هلته زده کوو، چې که یوسف بده ورځ نه وای لیدلې، د زندان د تورو تمبو شاته یې د بدن غوښنې نه وای ویلي کړې، د زلیخا د تورونو په وړاندې صابر او مستحکم نه وای پاتې شوی؛ نو نه به یې د بخت ستوری دومره ځلانده و، نه به لمر ته ورته ځلېدلی وای، نه به یې د مصر د سلطان تاج په سر وای او نه به یې وروڼه په پښو کې په سجده ورته پرېوتي وای..

کله چې د طایف په کوڅو کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم ژوند له نظر تېروو، وینو چې د یوه ګلورین وجود پایزار له وینو ډک دی، د بدن هر اندام یې په وینو سور دی او له وجود مبارک یې سرې وینې دارې وهي؛ کله چې فرشته خپلې وزرې دې مبارک ته په ځمکه غوړوي او ده ته وايي: که ته ښېرا وکړې، دا قوم به پل مخ واړوو؛ خو دی یې په جواب کې د صبر لاره غوره کوي او هغوی ته د هدایت له دعاء سره فرشته رخصتوي، دلته هم هېنګ کېږو، چې اخر ولې رسول الله صلی الله علیه وسلم په دومره ستر ازمایښت کې اچول کېږي او څنګه خدای د نړۍ په مخ له تر ټولو نازولي بنده داسې سخته ازموینه اخلي؟ جواب یې د مکې تر فتح وروسته هغه وخت څرګندېږي، کله چې د طایف په کورونو کې هر کور د یوه محمدي امتي د ناستې ځای ګرځي، موږ هلته زده کوو، چې که د رسول الله صلی الله د زخمي حالت دعا نه وای، طایف به د مومنانو کور نه وو..

دا پورته ټولې بېلګې موږ ته راښيي، چې د انسان په ژوند کې ښې او بدې ورځې د یو ازمایښت په توګه تکرارېږي، نه باید د ښو ورځو په زوال پسې ډېره ژړا وشي او نه هم باید د بدو ورځو له شتون تر حد زیات سر وټکول شي؛ بلکې هر څه د الله تعالی له لوري د ازمایښت تلې وشمېرل شي او محتاطانه قدم ورسره واخستل شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
احمد
میلمه
احمد

کور دې ودان عبدالفتاح صاحب ډيره په زړه پوری لیکنه په ریښتیا هم انسان باید په دی هکله خپل سوچ هر وخت ولری او پکار دغسی دی چی ددې خسیسې دنیا شته که هغه پیسی وي که زور قوت که ښکلا …نه باید انسان مغروره کړی او همدارنګه بد حالت ددی دنیا هم انسان نه باید دومره غمجن کړي چي له مطلق نا امیدی سره یې مخ کړی

زندانی حیران
میلمه
زندانی حیران

جزاک الله باید هم داسی وسی