نظــر

د جدي ۲۸ مې په مناسبت/ احمد امين جان مجددي

د جدی د ۲۸ مي ورځي په مناسبت د کابل د قلعه جواد د سترې خانقاه د ځای ناستي قطب المشائخ حضرت احمد امین جان مجددي (حفظه الله) پيغام

بسم الله الرحمن الرحیم

د ۱۳۵۷ هجري لمریز کال د جدي ۲۸ مه د علم او اسلامي فرهنګ پر ټاټوبي د تېري تاریکه ورځ

څرنګه چې د اسلام مقدس دین د مېړنیو مسلمانانو د سرونو په قربانیو ساتل شوی او زموږ هیواد هم د تاریخ  په پړاوونو کې د هر جابر په وړاندي کلک درېدلی، له چنګېز ، انګرېز او هر خونرېز سره يې په بشپړ همت ډغرې وهلي او هغه یې بالاخره له خپلو اسلامي پولو او خوا وشا سیمو څخه شړلی دی، چې نژدې تاریخ ته په کتلو سره د افغانستان په مرکز او ولایاتو کې، تر ټولو ستره روحاني، علمي او جهادي کورنۍ د هغو حضراتو ده چې د نسب لړۍ یې ستر حضرت عمر فاروق اعظم رضی الله عنه ته رسیږي، همدې کورنۍالحمد لله  د مسلمانانو په خدمت کې، یوه ذره غفلت هم نه دی کړی، په علمي او روحاني ساحاتو کې یې د لوړ شان خدمتونه کړي دي ، د مساجدو، مدارسو او علمي مراکزو په جوړولو د اسلامي فهقي په ترویج د شریعت او طریقت په پلي کولو کې یې ستر ګامونه اخیستي دي.

پر دې سربېره یې د وخت د جابرو حکمرانانو په وړاندي خپل دغیرت سر هم نه دی ټیټ کړی، همدغه کورنۍ د دهریت او بې دینۍ په وړاندي په سیمه او افغانستان کې تر ټولو ستر خنډ ګڼل کېده نو هم ځکه د وخت د دهریت پلویانو همدغه کورنۍ د خپل لومړني هدف په ډول  تشخیص او د له منځه وړلو لپاره یې د ثور د منحوسي کودتاه سره سم پرېکړه وکړه، پرهمدې کورنۍ یې د فعالیت ساحه تنګه او له مخلصینو څخه د تجرید او لیري ساتلو لپاره یې پلانونه پر کار واچول .

خو دوی په دې نه پوهېدل،  د مسلمانانو په زړونو کې چې د مجددیانو د کورنۍ څومره محبت او اخلاص پروت دی، هغه د مسلمانانو له زړونو څخه نه محو کیږي لکه چې موږ یې وینو چې څلور لسیزي وروسته بیا هم همدا کورنۍ د مسلمانانو په زړونو باندي حکمراني کوي، د حضرت مولانا نور المشائخ قدس الله سره العزیز  په خپل حیات کې د افغانستان په مجاهد پالونکي ځمکه باندي  د کمونیزم د کور سوځونکي فتنې د راتلو خبرداری ورکړی وو.

او حضرت مولانا ضیاء المشائخ رحمة الله علیه به هم پخپله هره خطابه کې د افغانستان مسلمان ملت د دې مهلکي فتنې په وړاندي وحدت او یوموټي کېدو ته رابللو او فرمایل به یې چې له هر قسم ډارڅخه  پرته متین ګامونه واخلئ بریالیتوب ستاسي په برخه دی او د لوی الله په لاره کې سر ورکول د مؤمن معراج دی.

د عشق له غشي پرته به له دې دنیا نه  نه ځم

له دې جګړې بې زخمه تلل مي ستر پيغور ګڼم

په دې لاره کې خپل روح ورکول او شهادت  د هر ژمن مؤمن غوښتنه ده .

کمونیستانو چې کله د پښې اېښودلو ځای پیدا کړ، نو یې د ۱۳۵۷ کال هجري لمریز کال د جدي په ۲۸مه باندي د کابل په قلعه جواد کې د اسلامي  فرهنګ پر مرکز باندي هجوم ورووړ  او همدا کلا یې  چې د مسلمانانو د زړونو د پيوند ټاټوبی وه محاصره او د هیواد د تر ټولو ستر روحاني شخصیت د کورنۍ ټول غړي یې د زندان وتیارو ته بوتلل، چې له همدې مبارکي کورنۍ څخه یواځي یو وړوکي ماشوم ژوندی پاته وو او د همدې خانقاه یوه خادم چې طاهر نومېدو خپلي کوروالا ته دغه ماشوم په لاس ورکړی او هغې خوندي کړی وو چې دغه ستره فاجعه مسلمانانو ته د کربلا دردناکه حادثه ور یادوي.

زموږ مبارک پلار او نیکه ګانو به موږ ته توصیه کوله ( چې د عشق د غشي لپاره د اسماعیل غاړه په کار ده ) تاسي زما اولادونه یاست، د اسلام  په مقدسه لار کې باید دسر او ځان سپما ونه کړئ او نن ورځ موږ وینو الحمد لله چې موږ هم د هغوی بزرګانو په دستور تل د حق په خوا کې قرار نیولی دی.

په همدې اساس د کابل د قلعه جواد د سترې علمي،جهادي او روحاني خانقاه په نمایندګي، د هیواد پر غیورو مسلمانو پرګنو، بیا هم غږ کم چې خپل یو والي، ورور ولي، او د هر تېري ګر پر وړاندي د همت مبارزه جاري وساتي او د خپلو اسلافو پر پلونو پل کیږي او موږ باور لرو چې بیا هم فتح د مسلمانانو په برخه او تېری کونکي بله شرمېدلي ماتې سره مخامخ کیږي .

والسلام

حضرت احمد امین جان مجددی

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سنګین
میلمه
سنګین

افغانستان کی باید دا دوی ډلی ورکی شی چی په ملت باندی یی مسخری وهی، اوله ډله پخوانی کمونستان چی اوس ځانونه سیکولران معرفی کوی او بل پیران مفت خوران چی د غریبو ناپوهو افغانانو څرمن یی ویسته. د یو طرفه یی یرغل ته لبیک ووایه او ورسره ملګری دی او له بل پلوه بیا داسی اعلامیی خپروی چی گواکی د افغانستان جهاد صرف همدوی کړئ. افسوس چی اوس هم ډیر جاهل خلک لرو چی ددی غلامو پیرانو مریدئ کی غرق دي. الله تعالی ته دوی ته هدایت وکړی او ددی غلامئ یی نور خلاص کړی. آمین

احمد
میلمه
احمد

دا اعلامیه دهغی پیلامی سر دی چی اوس یوار بیا خپل قلنګونه په خلکو جاری وساتی دا چی دنصب سلسله مو حضرت عمر فاروق رض ته ورګډیږي عمر فاروق رض تعالی عنه ته زمونږ سلام دی خو تاسی بد څرمني مونږ ښه وپېژاندی الله مو تباه که تاسو خلک جهاد ته تشویقول که مو د امریکایانو سره ستراتیژیک تړون ته. په څومره بی شرمی مو ویل چی،( اګه امضامې کنی امضا کواګه نی من از وطن ميروم) مجددی لاړ په ستراتیژیک تړون یی دوه ملېونه ډالر له امريکايانو واخیستل اوس به یی الله ج ته حساب ورکړي وي او خپله… نور لوستل »

اكرم
میلمه
اكرم

احمد امین‌‌‌ یو منافق او غل دی

Back to top button
Close
Close