russian-foreign-minister-sergei

روسیه: د طالبانو او امریکا تر منځ له توافق ملاتړ کوو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۸ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د روسیې دبهرنیو چارو وزیر «سرګي لاوروف» وایي، د طالبانو او امریکا تر منځ روانې خبرې ورته اړینې دي او هیواد یې له دې پروسې ملاتړ کوي.

اسپوتنیک خبري اژانس د سرګي لاوروف له قوله لیکلي، چې روسیه د طالبانو او امریکا تر منځ د یوه توافق له رامنځته کېدو ملاتړ او په دې برخه کې مرسته کوي.

نوموړي زیاته کړې « موږ پوهېږو، چې د امریکا متحده ایالات په افغانستان کې اصلي لوبغاړی دی، هلته سرتېري لري او یو بشپړ ائتلاف رهبري کوي، په اوسني وخت کې امریکا له طالبانو سره خبرې بیا پیل کړې، دا زموږ لپاره ډېرې اړینې دي، موږ غواړو د همدې خبرو له لارې دواړه لوري یو توافق ته ورسېږي، تر څو په تعقیب یې بین الافغاني خبرې پيل شي.»

د لاوروف په خبره، دوی له دې بهیر ملاتړ کوي او له طالبانو سره د خپلو اړیکو په لړ کې غواړي، هغوی قانع کړي، د افغانستان له ټولو جهتونو سره خبرې وکړي.

روسیه داسې مهال د طالبانو او امریکا تر منځ خبرې اړینې بولي او دواړو لورو تر منځ له کېدونکي توافق ملاتړ کوي، چې په دوحه کې د طالب او امریکا تر منځ مذاکرات توافق ته رسېدلې ښکاري او تېره ورځ  د دواړو لورو د مذاکراتي ټیمونو مشران د «توافقنامې» د لاسلیک په مراسمو غږېدلي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د