افغانستان

امریکا: د ټاکنیزو شکایاتو کمېسیون وروستۍ پرېکړه مو تر نظر لاندې ده

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۸ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د جنوبي او مرکزي اسیا د چارو لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت استازې «الیس ویلز» وایي، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون هغه پرېکړه یې ، چې له مخې به یې د یو شمېر محلونو رایې بیا شمېرل کېږي؛ تر نظر لاندې ده.

دغه څرګندونې الیس ویلز په خپل ټویټر لیکلې، نوموړې ویلي « موږ د شکایتونو د کمېسیون هغه پرېکړه یاداشت کړې، چې له مخې یې د تېرو ولسمشریزو ټاکنو د اضافي محلونو رایې بیا ځل شمېرل کېږي.»

د ویلز په خبره، په داسې حال کې چې د ټاکنو ادارې د پایلو د وروستي کولو هڅې کوې، له ټاکنیز بهیر سره د افغانانو لیوالتیا او په دې برخه کې ښکېلتیا د ستایلو وړ ده.

یاده دې وي، چې څو ورځې وړاندې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون  د ۵۳۱۶ ټاکنیزو محلونو د رایو د بیا ځلې شمېرنې پرېکړه وکړه.

د کمېسیون په خبره، د هغو محلونو رایې بیا شمېرل کېږي، چې یا یې بایومټریک الات ورک شوي او یا یې هم فورمې له بایومټریک  مالوماتو سره ژور توپیر لري.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x