نړۍ

په پاکستاني طورخم کي چاودنو درنه مرګ ژوبله اړولې او ګڼ شمیر د تیلو ټانکران سوځیدلی

security_Nato_terminalنن ټکی اسیا: تیره شپه د افغانستان پولي ته څیرمه په پاکستاني طورخم کي پر لپسي چاودنو درنه مرګ ژوبله را منځته کړې، او ناټو ته تیل وړونکي ګڼ شمیر ټانکران سوځیدلي دي.

د سیمي څخه عیني شاهدانو ویلي چي لومړی چاودنه چي ډیره زوره وه، د شپي په اتو بجو د ټانکرانو په تم ځای کي را منځته شوله،

چي له امله يې اته ټانکره وسوځیدل.

دوهمه چاودنه د شپي پر دوو بجو په لنډي کوتل کي په یوه ټانکر باندي وشوله، او کله چي خلګو د هغه د اور د وژلو هڅه کوله بله چاودنه وشوله.. چي له کبله يې لږ تر لږه ۱۵ تنه ووژل شوه او ګڼ شمير يي نور ټپیان کړه، چي د ځینو روغتیايي حالت يي د انديښني وړ ښودل سوی دی.

د سیمي څخه یو بل عیني شاهد پژواک رسنۍ ته ویلي چي چاودني ډیري زوروري وې چي له امله يې نږدې یو ښوونځي، ګڼ شمیر کورونو، یو موټر او د ټیلیفون یو انتن هم ویجار شوی دی.

په لنډي کوتل کي د روغتون یو تن ډاکټر اشفاق ځلان ویلي چي روغتون ته ۲۵ تنه راوړل شوي دي، چي ۱۵ يې مړي او په بشپړه ډول سوځیدلي دي.

د انور زمان په نوم د خیبر ایجنسۍ یو دولتي چارواکي ویلي چي له دغو چاودنو وروسته د طورخم له لاري په افغانستان کې مېشتو بهرنيو ځواکونو ته د تېلو لېږدول درول شوي دي.

دا پيښي په داسي وخت کي تر سره کیږي چي پاکستاني طالبانو د اسامه بن لادن د شهادت د انتقام اخیستلو ګواښ کړی وو، او د څو ورځو څخه په پر لپسې توګه پاکستاني او بهرني اهداف په نښه کوي.

پرون په پيښور کي د امریکا د کونسلګري دوه موټره هم په نښه شوي وه، چي پاکستاني طالبانو يې پړه په غاړه اخیستي وه.

د یادوني وړ ده چي د القاعده شبکې په خپل یوه بیان کي چي په جهادي ویب سایټونو کي نشر سوی وو، ویلي وو چي امریکا او اتحادیان به يې د اسامه په ژوند په سي ارمان وکړي، ځکه چي دوی ګواښ کړی وو، چي پر امریکایانو او اتحادیانو به يې داسي اور بل کړو چي په وهم او ګمان کي هم نه راتلل.

داسي مالومیږی چي القاعده او پاکستاني طالبانو خپل ګواښ ته عملي کول پیل کړي دي، او په څو واره يې دا په خونړیو بریدونو ثابته کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x