
زابل: طالبانو د ارغنداب ولسوالۍ انتقالي مرکز نيولی
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۸ مرغومي، ۱۳۹۸ل): طالبانو د زابل ولایت د ارغنداب ولسوالۍ انتقالي مرکز او ورسره څو نورې پوستې نیولي، د دوو قومندانانو په ګډون ۱۶ عسکر طالبانو ته تسليم شوي دی.
د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي وايي چې نن سهار يې د زابل د ارغنداب ولسوالۍ انتقالي مرکز چې پخوا له خپل اصل ځای څخه «ده افغانانو» سيمې ته انتقال شوی دی؛ بريدونه کړي دي او نيولي يې دي.
هغه وايي چې په دې بريدونو کې د دوو قومندانانو په ګډون ۱۶ دولتي عسکر هم طالبانو ته تسليم شوي دی.
#الفتح#عاجل
د زابل ولایت د ارغنداب د ده افغانانو پرسیمه د دښمن د انتقالي ولسوالۍ مرکزي وداني په مکمله توګه اوس سهار مهال فتحه شوه د دښمن۱۶تنه ګوډاګي او مزدورعسکر او ۲ قومندانان مجاهدینو ته تسلیم شول، ۳۰میله وسلې اوګڼ مهمات د مجاهدینو لاس ته ورغلو. نورجزئیات وروسته— Ahmadi (@QyAhmadi313) January 18, 2020
احمدي زياتوي چې ددې سربيره يې ۳۰ ميله سپکې او درنې وسلې او ګڼ شمير مهمات هم نيولي دي.
د زابل ولايتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.