طالبان: ارزګان کې مو شپږ امریکایي سرتېري وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۸ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د ارزګان ولایت په مرکز د امریکایي ځواکونو په ټانګ کې باندې دطالبانو له لوري زوروره چاودنه شوې، چې د طالبانو په خبره ټانګ او پکې سپاره کسان  په بشپړ ډول له منځه تللي.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي «د الفتح بریمنو جهادي عملیاتو په لړ کې پرون غرمه اتلوالو مجاهدینو د ارزګان ولایت مرکز اړوند، پای ناوې سیمه کې د امریکایي اشغالګرو په ټانک زوروره چاودنه ترسره کړه، د ځمکني ماین په مټ ترسره شوې دغه چاودنه کې چې د زمان جان او یکخت تر منځ رامنځته شوې د اشغالګرو ټانک په مکمل ډول له منځه وړل شوی، او پکې سپاره ۶ امریکایي اشغالګر ټول ځای پر ځای وژل شوي دي.»

د خبرپاڼې په بنسټ، په یاده چاودنه کې تر ۳۰ کیلو ګرامه زیات مواد کارول شوي؛ نو ځکه یې درانه تلفات واړول.

تر دې دمه نه د کابل حکومت امنیتي چارواکو او نه هم د ناټو قاطع ماموریت د پېښې په تړاو څه ویلي.

یاده دې وي، چې د رسمي شمېرو له مخې، په تېر میلادي کال کې لسګونو امریکایي سرتېرو د طالبانو په بریدونو کې ژوند له لاسه ورکړی وو، چې له امله یې ۲۰۱۹ م د قاطع ماموریت له پیل را وروسته د بهرنیانو لپاره تر ټولو خونړی کال بلل شوی وو.

په ورته وخت کې انګېرنې داسې دي، چې که روان میلادي کال دطالبانو او امریکا تر منځ توافق ونشي؛ ښایي دا کال د امریکایي ځواکونو لپاره تر تېر کال زیات خونړی وي.

 

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د