نړۍ

د مشهور اسلامي دعوتګر احمد ديدات زوی يوسف ديدات د سختو ټپونو له امله وفات شو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۸ مرغومي، ۱۳۹۸ل): جنوبي افریقا کې د اسلامي دعوتګر احمد ديدات زوی او ځای ناستی شيخ يوسف ديدات د تېرې چهارشنبې په ورځ په يوه برید کې ټپي شوی و او تېره ورځ يې د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.

د يوسف ديدات کورنۍ منلې، چې نوموړي تېره ورځ په روغتون کې ساه ورکړې ده.

يوسف ديدات د تېرې چهارشنبې په ورځ محکمې ته روان و، چې د ډوربن ولايت په ويرولا ښار کې پرې ناڅرګند بریدګر ډزې وکړې او نوموړی يې سخت ټپي کړ.

د يوسف ديدات د وژنې انګيزه لا نه ده معلومه، خو د ټولنيزو شبکو فعالان وايي، نوموړي د خپل پلار په څېر له اسلامه دفاع کوله، د اسلام په اړه يې د هر ډول نيوکو، شبهو او دښمنۍ ځوابونه په نرمې ژبې ورکول او د اسلام دښمنانونو د ټوپک پر مټ د هغه د ژبې د خاموشه کولو هڅه کړې ده.

د ټولنيزو شبکو ګڼ شمېر فعالانو د يوسف ديدات وژنه پر اسلام برید بللی او د هغه له کورنۍ سره يې خواخوږي ښودلې ده.

شيخ احمد ديدات خپل ژوند د اسلام په دفاع کې له عیسايي مذهبي مشرانو او بې دينانو سره په مناظرو کې تېر کړی، لسګونه زره خلک يې مسلمانان کړي او په ۲۰۰۵ کال کې وفات شوی و.

شيخ يوسف ديدات د پلار له مړينې وروسته د هغه ځای ناستی شو، تر اوسه يې د پلار په څېر له اسلام څخه دفاع کوله او له بې دينه کړيو سره مناظرې کولې، چې بالاخره تېره چهارشنبه په يوه برید کې مرګونی ټپي او تېره ورځ وفات شو.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جلال

انا لله و انا الیه راجعون، اللهم اجرلنا فی مصیببتنا و اخلف لنا خیراً. الله تعالى شهادت يى كى، جنت فردوس الاعلى ورنصيب كى او ارمانونه يي پوره كى. آمين
وَلَا تَقُولُوا لِمَن يُقْتَلُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ أَمْوَاتٌ ۚ بَلْ أَحْيَاءٌ وَلَٰكِن لَّا تَشْعُرُونَ (154) سورة البقرة

غ.حضرت

الله سبحانه و تعالی دی یوسف صاحب د خپل پلار او ټولو مؤمنو مبلغانو په شمول غرقِ رحمت وګرځوی او هغه جاهلان او د ابلیس مریدان دی د جهنم ابدی میلمانه سی کوم چی جعلی مسلمانان ( مثلاً داعش) ئې زیږولی دی خو د رښتینو مؤمنانو وینی تویوی.

الحاج استاذ بیانزی

انا لله و انا الیه راجعون سره د دی چه هغوی زمونږ په ژبه نه بوهیږی او نه بوهیږم چه د هغوی مورنی ژبه څه شی ده په هر صورت دا چه زمونږ د مسلمانانو یوه کورنی ده مهمه نه ده چه به کومو زبو خبری کوو او چیری هستوګنه لرو ، الله ج د رضا د پاره د خبلی تسلی پیغام او غم شریکی ورسره شریکوو الله ج دی وکړی چه د یوسف دیدات ځای ناستی الله ج د هغوی په کورنی او یا داسی نورو کورنیو کی پیدا شی . مونږ پوهیږو چه مجموعی ژوند د خنکدن شیبی… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x