
دا وبا ده چې مو ټول د سر سړي خوري/ ضعيف
مولوي عبدالسلام ضعيف
دا وبا ده چې مو ټول د سر سړي خوري
که بلا ده د ځانګو معصوم بچي خوري
که نفاق دی د غليم لاس پکښي ګرځي
يو د بل غوښي بې رحمه ليوني خوري
دلته اوس حلال حرام واړه يو سوي
يو د بل حق په مزه لکه چينجي خوري
د ټپوس غوندي ورستو لاښو ته درومي
د چينجو ډکه مرداره لکه سپي خوري
لکه مار د خزانو په تمه درومي
په تاوان کې دخپل ځان ګټه پردي خوري
د لمبو خس رانه جوړ دی نه پوهېږو
ترې پخه غوښه غربی اوګاونډي خوري
نه د امن نه دسولي ذمه اخلي
د ولس غوښي د ټيکس په نوم غني خوري
په هر رنګ مو رنګوي څنګه چې غواړي
د هګۍ غوندي مو بياسور اوسپينکي خوري
څو ورستاړي د پيسو قدرت په تمه
دلېوه سره مو پړکه د شپونکي خوري
که د سولي خواته ولاړ نسو ضعيفه!
دا د اور بلهوس به بل نسل زلمي خوري
ماشاالله
ډېر عالی،په قلم دی برکت سه