ملګري ملتونه: نړيوال دې د افغان سولې بهیر ملاتړ وکړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۸ مرغومي، ۱۳۹۸ل): افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ دفتر «يوناما» وايي، نړيوال دې د افغانستان سولې بهير ملاتړ وکړي.

يوناما پر خپل رسمي ټويټر پيغام تېره ورځ په دوبۍ کې د افغانستان سولې په تړاو د جوړې شوې غونډې انځور خپور کړی او زياته کړې يې ده، چې نړيوال دې د افغانستان سولې بهیر ملاتړ وکړي.

تېره ورځ په دوبۍ کې افغانستان لپاره د امريکا، اروپايي ټولنې، جرمني، ناټو او ملګرو ملتونو استازو غونډه درلوده او د افغانستان سولې په اړه يې بحثونه کړي دي.

په دې اړه نور جزئيات نه دي خپاره شوي، خو افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي رونالډ کوبيا په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو او ناټو په غونډه کې د افغانستان وضعيت، سولې بهیر، د جګړې تشدد کمولو او بین الافغاني خبرو په اړه بحثونه شوي دي.

افغانستان لپاره د جرمني خاص استازي پوټزل مارکيوس هم په خپل ټويټر پيغام کې د سولې بهير او تشدد په کمولو خبرې کړي دي.

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو، ناټو، امريکا او اروپايي ټولنې دا ناسته په داسې حال کې شوې، چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې نهايي شوی او دواړه لوري د لاسليک د نېټې اعلان لپاره په سلامشورو بوخت دي.

ډيپلوماټيکې سرچينې وايي، طالبانو د جګړې تشدد کمولو په اړه خپل شرایط امريکايي استازو ته سپارلي او ښايي په لنډو ورځو کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون د لاسليک نېټه اعلان شي.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close