له امریکا د وتلو غوښتنه! کله او څنګه؟

نظرمحمد مطمئن

د حکومت مشرانو، ځینو د مجاهدینو پخوانیو رهبرانو او ګڼ شمیر افغان او بهرنیو سیاستولو به ویل:”طالبان دی له حکومت او افغان سیاستوالو سره روغه وکړي، کابل ته دي راشي، سیاسي فعالیت دي پېل او موږ ټول به وروسته د یو ګډ پارلمان د لاري له امریکا وغواړو چې خپل پوځیان وباسي.”

موږ به ورته ویل:”امریکا په سوال او زاریو او د پارلمان په غوښتنه نه وځي، ښه داده چې لومړی د طالبانو او امریکا ترمنځ د بهرنیو پوځیانو د وتلو مهالویش اعلان شي، که بیا هم امریکا وروسته چل او فریب کاوه نو نړیوال به یې ملامتوي او د سیمې ځینې؛ او ځینې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړي هیوادونه به زموږ تر څنګ دریږي او په امریکا به فشار وي چې د سولې تړون ته ژمن پانې شي.”

مګر دا خبره نه د حکومت لوړ پوړو کسانو، نه هم رهبرانو او نه هم سیاستوالو منله.

ومو لېدل چې د عراق لومړي وزیر او د عراق پارلمان په یوه خوله له امریکایانو وغوښتل چې له عراق څخه ووځي، خو امریکا او ملګري ملتونه د دوی په پریکړه رشخند وهي، هیڅ غوږ ور باندي نه ګروي.

پاتې شوه د افغانستان پارلمان، د بهرنیو پوخیانو په شتون کې؛ ممکن شل نور کلونه هم داسي افغان پارلمان جوړ نه شي چې تول غړي یې په یوه خوله له امریکا د بهرنیو پوخیانو د وتلو غوښتنه وکړي.

راځئ لومړی په ګډه تول له امریکا او ناټو د هغوی د پوځیانو د وتلو غوښتنه وکړو، تر څو بین الافغاني تفاهم ته لاره هواره، او افغان سیاستوال، حکومت او طالبان په اوربند او د افغانستان راتلونکي نظام او حکومت پر جوړښت بحثونه او بالاخره توافق وکړي.

سوله لومړیتوب ده
د بهرنیو پوځیانو وتل د سولې تضمین دی

نور نو دا خبره دی دوی نه کوي چې ولي طالبان له خپلو افغانانو سره نه کیني تر څو بیا په ګډه د پارلمان د لاري له امریکا د وتلو غوښتنه وکړو، ځکه د عراق د پارلمان پریکړې ته مو د ټرمپ غبرګون ولید، ټرمپ وویل:” موږ له عراق څخه نه وځو، زموږ پوځیان به هلته وي، په سېمه کې زموږ د پوځیانو شتون ته اړتیا ده، که بیا هم د عراق پارلمان زموږ د پوځیانو وتل غواړي، په عراق زموږ درې ټریلیونه ډالر مصرف شوي، لومړی دي زموږ بیسې را کړي بیا به موږ خپله پریکړه کوو.”

پریږدئ چې د طالبانو لخوا امریکا د بهرنیو پوځیانو د وتلو د مهالویش پر اعلان او تړون مجبوره شي، له هغه وروسته به په ګډه کورنیو ستونزو ته د حل پر لارو خبري او پر راتلونکي نظام او د هیواد پرمختګ باندي بحثونه او توافق ته لاره هواره وي.

خدایه! زموږ ګران هیواد کې سوله او ارامي راولي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

انجینر صاحب الله ج دی راته ژوندی او ګړندی لره ستاسی په دوستی او وروری ویاړنه لرم تاسی زمونږ د مظلوم او مجاهد اولس ویاړنه او ړندی اوښکی یاست الله ج مو مه کموه تل روغ او جوړ اوسی.ور هو، حق ورکول کیږی نه اخستل کیږی . په زور راغلی به په زور له دی هیواده وځی په ځانګړی ډول امریکا چه یکتازه نړیوال ابرقدرت او د ۵۰ نورو لوندانو سره په اندوخر او ډیر کبر راغلی وو د دی راتګ د پاره یی خبل څه کم دری زره بی ګناه او بیدفاع امریکایان ووژل . ویل به یی چه… نور لوستل »