افغانستان

پاکستان: امريکايي عسکر بايد په مسؤولانه توګه له افغانستانه ووځي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۸ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قریشي په واشنګټن کې له خپل امريکايي سيال مايک پومپيو سره د دوه اړخيزو اړيکو سربېره د افغانستان سولې بهیر او د بهرنيو ځواکونو د وتلو په اړه خبرې کړي دي.

له مايک پومپيو سره تر ليدو وروسته ښاغلي قريشي په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، د افغانستان سولې او ثبات لپاره امريکا او پاکستان بايد په ګډه فعاليت وکړي او دواړه هېوادونه باید په دې اړه خپل مسؤوليت ادا کړي.

ښاغلي قريشي په واشنګټن کې رسنيو ته ويلي، امريکا او طالبان په افغانستان کې د يوه بل پر ضد په جګړه بوخت دي، د سولې خبرو لپاره د باور فضا رامنځته کول اړين دي او امريکا باید له افغانستان په مسؤولانه توګه ووځي.

ښاغلي قريشي له فاکس نيوز سره د مرکې پر مهال زياته کړې، چې اسلام اباد د امريکايي پوځيانو د وتلو لپاره د میکانيزم په جوړولو کې مرسته کړې، امريکايي عسکر بايد له افغانستانه په مسؤولانه توګه ووځي، تر څو د ۱۹۸۰ کال تېروتنه بیا تکرار نه شي.

د ښاغلي قریشي اشاره په ۱۹۸۰ کال کې د روسي عسکرو بې پلانه وتلو ته وه، چې تر هغه وروسته په افغانستان کې خپلمنځي جګړې پيل شوې.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير زياته کړې، چې طالبانو د جګړې تشدد کمولو لپاره تياری ښودلی او د هغوی دا کار يې ستایلی دی.

ښاغلي قريشي ويلي، په واشنګټن کې يې د ټرمپ ادارې له چارواکو سره د افغانستان جګړې د پای ته رسولو او سولې په اړه مهمې خبرې کړي دي.

ښاغلی قريشي له تېرو څو ورځو راهيسې په واشنګټن کې له امريکايي چارواکو سره د دوه اړخيزو اړيکو سربېره د سيمې او افغانستان په موضوع په خبرو کې بوخت دی او نوموړی له امريکايي چارواکو سره خپلې ناستې او بحثونه د افغانستان او سيمې لپاره ګټور بولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نواب

زه دا سوله دترمپ دانتخاباتو لپاره یو کمپاین بولم، موافقه شوی مسوده بشپره مسوده ژبارل شوی، یو لاسلیک ته ضرورت ده، نور وخت ضایع کول دسه لپاره؟ ولی امریکایان نور او نوی شرطونه طالبانو ته را مخکی کوی؟
زه پری شک لرم.

اجمل

ګوری دا پنجابیان څومره منافقه خلک دی. همدوی امریکایان لار ورکړه او د همدی په مرسته امریکایان راغلل اوس وایی چی په مسؤلانه توګه دی ووځی.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x