ملا برادر اخند: که بهرنيان ووځي، افغانان په خپلو کې ژر سره جوړيږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۸ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د طالبانو سياسي مرستيال او د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر ويلي، د افغانستان جګړه يوازې هغه مهال ختمېدای شي، چې امريکايي عسکر له افغانستانه ووځي.

د طالبانو سرمرکچي ملا عبدالغني برادر له فرنټ لاين امريکايي خپرونې او «پي بي ایس» تلويزوني شبکې سره په خپلې مرکې کې ويلي، دا جګړه امريکا پيل کړې او پر افغانانو لازمه وه، چې د خپل هېواد دفاع وکړي.

د ملا برادر په خبره که امريکايان ووځي، دوی له افغان لوري سره ژر جوړېږي؛ ځکه چې هغوی هم افغانان دي او طالبان هم.

د فرنټ لاين خبريال نجيب الله قريشي د جنوري په شپږمه د قطر پلازمېنې دوحه کې له ملا عبدالغني برادر اخند سره د طالبانو په اړه د جوړ شوي مستند فلم «طالبان کنټري» لپاره مرکه کړې، چې د جنوري په ۲۱مه به خپره شي.

د طالبانو سياسي مرستيال او سرمرکچي ويلي، افغانستان ته د امريکا راتګ او جګړه پيلول ستره تېروتنه وه، امريکا دلته د يوه سړي «اسامه بن لادن» له امله جګړه پيل کړې وه، هغه اوس نشته او موږ مجبور و، چې له خپل هېواده دفاع وکړو.

د خبريال د پوښتنې په ځواب کې ښاغلي ملا برادر اخند زياته کړې، واک ته د رسېدو پر مهال به له اسلامي اصولو او ارزښتونو سره سم د ښځو ټولو حقونو ته درناوی کيږي او د اسلامي شريعت په رڼا کې به ښځو ته د کار اجازه هم ورکول کيږي.

د طالبانو سرمرکچي دا مرکه په داسې حال کې کړې، چې د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغانستان جګړې د سوله ييز حل لپاره هلې ځلې پيل کړي او د افغان الاصل امريکايي ډيپلوماټ زلمي خلیلزاد په مشرۍ يې له تېر يوه کال راهيسې له طالبانو سره مخامخ خبرې روانې کړي دي.

امريکا او طالبان وايي، د سولې خبرې يې نهايي کړي او په لنډ وخت کې به د سولې تړون د لاسليک نېټه څرګنده شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
5 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

د اضلاع متحده له اوله دنظم نوین جهانی په بنیاد او پالیسیو جوړه شوی یعنی ټولو اروپایانو پکی د نړیوال حکومت د تاسیسولو دپاره سرمایه ګذاری کړی او د تولو نړیوالو مستعمرو د غلا او لوت شوی معدنیات یی پکی خرڅ کړل یی د نظامی له مخی د نړی ډیر ګبیاوړی نظامی بیس په نړی کی جوړ کړو چه د څه د باسه ۸۰۰ نظامی بیسونه په ټوله نړی کی لری که هر بیس کی لس زره عسکر ومنل شی شمیر به یی اته میلونو ته ورسیږی یعنی د امریکا اته میلونه په پرمختللو وسلو سنبال د نړیوال مظلوم بشریت… نور لوستل »

Adam Khan
میلمه
Adam Khan

I copied this heading from the TOLO English News Site. It says “Mullah Bad Radar.” Anyway, what does Radar mean or maybe the TOLO news just wanted to aqueous the word bad there

‘The War Will End When the US Withdraws’: Mullah Badradar

It is a shame for a news agency using the incorrect language

عبدالله
میلمه
عبدالله

کاش زموژ په نااهلو سیاسیونو کی دومره سه وای چی د خارجیانو په وتلو دوی سره جوریدلی یا یی هم خپل پر اولس ظلم نه کولای. امریکا باید د مسولیت سره ووزی په دی معنی چی هم افغانی سیاسیونو خخه تعهد واخلی چی خپل منز کی به نه سره شکیلیژی او هم به د گاوندیانو خخه تضمین اخلی چی افغانستان کی به مداخله نه کوی، که امریکا محض زان وباسی او ملک نورو ته پریژدی تاسو باور وکی چی د پاکستان او …. د لاسه به بیا د وینو ویلی بهاندی ووینی.

عبد الله
میلمه
عبد الله

هغوی ته چی په پتو سترګو طالب منی.
###

شخصا اشغال منم او ورسره مبازه منم چی باید وشی خو دطالب جان په رقم نه، بلکی د الهی اصولو په رنا کی. داسی نه چی د یو## د قتل د پاره تقریبا ۱۵ نور بی ګناه عام خلک په # کی شهید کری. یا مکتب، پل پلچک او سرک د غزا په نامه د بل په فرمایش تخریبوی.

محاهد
میلمه
محاهد

ډ آدم خان ورور دانګلیسی تبصری ژباړه : لیکی چه [[ دا جمله یی د طلوع انګلیسی سایت څخه راخستی ]] په هغی کی یی د مـــلا بــرادر نوم {{ Mulla bad radar }} ټوله انګلیسی جمله یی دا ده: The War Will End When the US Withdraws’: Mullah Badradar هغه لیکی او مونږ یی هم تاییدوو چه د یوی مشهوری رسنی په نوم چه بادارانو ورباندی لویه سرمایداری کړی او د سی ان ان او داسی نورو تلویزونو په شان د بادارانو له خوا د کابل د غلامانو تر ټولو مهمه او مشهوره رسنی ده د یو چا نوم… نور لوستل »