ننګرهار: ګډو ځواکونو د دوو ورونو په ګډون څلور ملکي وګړي وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۸ مرغومي، ۱۳۹۸ل): په ولسي وګړو د ګډو ځواکونو د چاپو او شپنيو عملياتو په دوام دا ځل بيا د ننګرهار ولايت په خوږياڼو ولسوالۍ کې ګډو ځواکونو د دوو ورونو په ګډون څلور ملکي وګړي وژلي.

راپورونه وايي چې د خوږياڼو ولسوالۍ د تورغر سيمې په بېټنيو کلي کې تيره شپه ګډو ځواکونو د سيد حسين په نامه د يو ملکي وګړي يو ورور او دوه بچيانو په ګډون څلور تنه ملکي وګړي وژلي دي.

د سيمې اوسېدونکي وايي چې وژل شوي کسان ټول غريبکار او کروندګر و او له کومې وسله والې ډلې سره يې لاس نه درلود.

ددې سربيره د وژل شويو ملکي وګړو کورونه هم نړول شوي دي او ملکی وګړو ته مالي زيان هم اوښتی دی.

دا په داسې حال کې ده چې پوره يوه مياشت وړاندې هم په همدې سيمه کې ګډو ځواکونو د محمد حضرت په نامه د تېرې شپې د وژل شويو کسانو تره او څو نور ملکي وګړي هم وژلي وو.

د ننګرهار ولايتي چارواکو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د افغانستان په بيلابيلو سيمو کې د ملکي وګړو په کورونو د ګډو ځواکونو له لوري شپنيز عمليات او چاپې زياتې شوي دي چې له امله يې د ملکي وګړو په تلفاتو کې هم زياتوالی راغلی دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

د اشغلګرو له خوا د کابل د غلامی اداری تش په نامه ځواکونه هم د اشغالګرو په ځواکونو کی شمیرل کیږی غلامه اداره د اشغالګرو د پاره د مواد سوخت حیثیت لری په بیه یی اخلی او د بی ګناه او بیدفاع افغانانو د وژلو د پاره یی کاروی . هو که داروپایانو او امریکایانو ځواکونو ته د [[ ګډو ځواکونو ]] نوم واخستل شی تر یوی کچی د منلو وړ ده ځکه هغوی نیمه مستعمره او نیمه خپلواکی لری یا دا چه نننی امریکایان د پرونو اروپایانو لمسیان او کړوسیان دی یعنی همدغه اروپایان په امریکایانو بدل شوی مګر… نور لوستل »