حکومت: که طالبان اوربند ونکړي، د سولې هڅې يې پایله نه ورکوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۸ مرغومي، ۱۳۹۸ل): داسې مهال، چې طالب او امریکايي مذاکراتي ټیمونه په دوحه کې د افغان سولې په مذاکراتو بوخت دي،  حکومت وایي، که طالبان اوربند ونکړي، د سولې لپاره کېدونکي هڅې به بې پایلې وي.

دغه څرګندونې د ارګ ویاند «صدیق صدیقي» نن ورځ په کابل کې د حکومت د رسنیو په مرکز کې کړې، نوموړي ویلي « که چېرې طالبان د اوربند له تامین سره موافقه ونکړي، نو په تاسف سره باید ووایم، چې بیا د سولې لپاره زموږ او دوی ګډې هڅې، چې د هر ډول تشدد او جګړې د ختمولو لپاره دي، کومه پایله نه لري.»

صدیقي ددې تر څنګ ادعا کړې، چې په قطر کې د طالبانو مذاکراتي ټیم خپله طرحه له پاکستان راوړې او تر دې دمه یادې ډلې له خلیلزاد سره په خبرو کې کوم پرمختګ هم نه دی کړی.

د نوموړي په قول، طالبان دجګړې له لارې هيڅ په لاس راوړلای نشي؛ نو ځکه ورته ښایي، چې اوربند ومني او له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کېني.

حکومت داسې مهال، د افغان سولې لپاره د طالبانو طرحه پاکستانۍ بولي او له هغوی د اوربند په تمه دی، چې په قطر کې د طالب او امریکایي مذاکراتي ټیمونو تر منځ په خبرو کې د پرمختګ راپورونه ورکول کېږي او داسې تمې شته، چې ښايي په لنډه موده کې دواړه لوري د توافق د لاسلیک مېز ته کېني.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
پتنګ
میلمه
پتنګ

له دې انسانانو خو دالرو مازغه ،عقل او منطق اخیستي دي ! ! نو چې ستا بادار د سولې لاسلیک وکړي ته مذدور نو بیا څه رول ولرې ؟! هیواد پریږده منډې وهه چې ګیر نشېلا ، اوس ټیکس لا پيدا کیږي !

محاهد
میلمه
محاهد

داکتر نجیب هم د غنی په شان د روسانو غلام وو روسانو کمونستان تر هغی کارول چه د هغوی استعماری ګتو د باره یی موثریت درلود مګر د استعمارګرو دوستی او دشمنی د هغوی د استعماری ګټو پوری تړلی ده . کله چه یی نور نه شو کولای یعنی د مجاهدینو د فولادی مقاومت د ماتولو پیاوړتیا یی نوره نه لرله قرار په ځای یی د فرار لیاره خپله کړه هماغه وفادار غلام نجیب یی یتیم او د مجاهدینو رحم او محاکمو ته یوآځی پریښود تر دی چه د ارګ په څنګ کی په دار وځړول شو او د هغه… نور لوستل »