«تمه ده توافقنامه د روانې میاشتې تر پایه لاسلیک شي»

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۸ مرغومي، ۱۳۹۸ل): په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «سهیل شاهین» رسنیو ته ویلي، له امریکا سره په خبرو کې نور داسې څه نه لري، چې بحث ورباندې وشي؛ بلکې یوازې توافقنامه لاسلیک ته پاتې ده.

له پاکستان څخه خپرېدونکې ورځپاڼه «ډان» د سهیل شاهین له قوله لیکي « خبرې روانې دي، هیڅ شی د بحث لپاره پاتې نه دي، مسوده تیاره ده او یوازې د توافقنامې د لاسلیک لپاره د نېټې ټاکل پاتې دي، دا د ورځو مسئله ده، تمه ده د روانې میاشتې ترپایه د توافق د لاسلیک زمینه برابره شي.»

نوموړي ددې تر څنګ د اوربند خبرونه رد کړي او په خبره يې، دوی یوازې د جګړې د شدت په کمولو سلا شوي « موږ یوازې د توافقنامي لاسلیک ته په نږدې ورځو کې، د نظامي عملیاتو په کمولو موافق شوي یو، تر څو د بهرنیو فوځیانو وتلو او د توافقنامې لاسلیک ته ارامه فضا رامنځته شي.»

طالبان داسې مهال، د روانې میاشتې تر پایه د توافقنامې د لاسلیک په تمه دي، چې کابل حکومت وايي، که طالبان اوربند ونکړي، د سولې روانې خبرې هيڅ کومه پایله نه لري.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

د کابل غلامی اداری ته د حکومت نوم اخستل د حکومت سپیڅلی اصطلاح او افغانانو ته توهین دی حتی د کابل اداری په ځای ورته د اشغالګرو د غلامی اداری نوم واخستل شی . په دی اړه چه دغه غلامه اداره د امریکایی اشغالګرو سره د روغی چوړی په اړه څه وړاندیزونه لری او څه غوشتنی لری نه ورته طالبان او حتی نه د غلامی اداری باداران ( لونډان ) ورته ارزښت ورکوی. متل دی وایی [[ د شیطان خپل نه شوی او خدای ته دی مخ تور شو ]] [[ هیتلر ]] هم یاده کړی چه [[ له هغو… نور لوستل »

اجمل
میلمه
اجمل

وبه ګورو په خیر چی تر کومه مو د ټولو افغانو په خوښه کار کړی.ولی نور باور هم پداسیو خبرو نشته. خبره مو په یاد لری بیا وایم سوله موله نشته د افغانستان سرنوشت د افغانان په لاس کی دی نه د پنجابیانو. د نن ورځی خبر د تاند څخه وګوری قریشی وزیر خارجه د پاکستان امریکایانو تو ویلی چی ومونږه طالبان د تاوتریخوالی کمولو ته آماده کړی. طالبان څوک دی چی سوله راولی سوله د پنجابیانو او امریکایانو په لاس کی ده.

جميل
میلمه
جميل

واه ، ديته وايی د ټينګ او متين عزم ثمر او ميوه .
تر هغو چی مو چاری د علماو پلاس کی وی د عزت ژوند به لرو ان شاءالله .
الله تعالی مو په هر ميدان کی بريالی ولره امين يا رب العالمين .