افغانستان

ارګ: د امريکا او طالبانو له وروستيو خبرو معلومات نه لرو

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۲۹ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت ولسمشرۍ ماڼۍ «ارګ» وايي، د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو له وروستيو جزئياتو معلومات نه لري.

د ګډ حکومت د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند صدیق صديقي ويلي، د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لپاره يوازې د جګړې تشدد کمول نه، بلکې بشپړ اوربند اړين دی.

د ارګ وياند له رسنيو سره د خبرو پر مهال ويلي، حکومت د قطر له خبرو معلومات نه لري او هيله يې څرګنده کړې، چې د افغانستان سولې لپاره د امريکا خاص استازی زلمی خلیلزاد د دغو خبرو جزئيات له حکومت سره شريک کړي.

د صديقي په وينا تر څو طالبان بشپړ اوربند ونه کړي، د جګړې تشدد کمول بې معنا دي.

هغه وايي، د جګړې تشدد کمول وضاحت نه لري، له همدې امله حکومت د بشپړ اوربند غوښتنه کوي، تر څو د افغانانو ژوند وژغورل شي.

سره له دې، چې حکومت وايي، قطر کې د امريکا او طالبانو ترمنځ له روانو خبرو معلومات نه لري، خو زلمي خلیلزاد وړمه ورځ په دوبۍ کې د افغانستان سولې په تړاو د ملګرو ملتونو، ناټو، اروپايي ټولنې او جرمني له استازو سره د ناستې پر مهال د قطر خبرو جزئيات شريک کړي دي.

طالبانو د اوربند په اړه د حکومت غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی، خو تر دې وړاندې يې ويلي و، د جګړې تشدد کمولو لپاره په سلا مشورو بوخت دي او د بشپړ اوربند غوښتنې يې رد کړي دي.

طالبانو ته نږدې سرچينې وايي، د سولې تړون لپاره د اوربند پر ځای د بهرنيو ځواکونو د وتلو مهالوېش اړين دی او تر هغه وروسته به بین الافغاني خبرې پيل او اوربند وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
کندهاری

لومړی خو د امريکې مذاکراتي ټيم بېخي ستاسي باغ نه ويني، خو تاسي واياست تارو درغی. تاسي څه … ياست چي خليلزاد د دغو خبرو جزئيات در سره شريک کړي؟ بل که طالبان د امريکايانو سره له افغانستان څخه د هغو د پوځونو د وتلو تر تړون لاسليکولو وروسته لومړی اوربند نه کوي او د سولي راوستو او بشپړي ډز بندۍ لپاره بين الافغاني مذاکراتو ته حاضر او لېوال وي او نور افغانان د سولي خبرو ته حاضر وي، خو تاسي له مذاکراتو ځانونه وکاږئ نو دا خو بيا د واک سره ستاسي اورنۍ مينه او د سولي څخه ستاسي… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x