د طالبانو او امریکا خبرې اترې؛ ارشیف

حکومت: د طالبانو  او امریکا تر منځ  کېدونکې موافقه په موږ پورې اړه نلري

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۲۹ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایي، د طالبانو او امریکا تر منځ لاسلیکېدونکې توافقنامه په افغانانو پورې اړه نلري او دا د یادو شویو لورو خپلمنځي مسئله ده.

دغه څرګندونې د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې «ناجیه انوري» له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې کړې، نوموړې ویلي، دطالبانو او امریکا تر منځ په روانو مذاکراتو کې د هغوی خپلمنځي مسایل څېړل شوي او داسې موارد نشته، چې د افغانستان او افغانانو برخلیک پکې وټاکل شي.

د  نوموړې په خبره، د افغانستان او افغانانو برخلیک به د حکومت او طالبانو تر منځ د رسمي خبرو په مهال ټاکل کېږي.

په ورته وخت کې د کابل حکومت ویاند «صدیق صدیقي» بیا وایي، دوی د طالبانو او امریکا تر منځ له کېدونکي توافق مالومات نه لري او له زلمي خلیلزاد هیله لري، څو ددې برخې جزئيات له حکومت سره شریک کړي.

دا څرګندونې په داسې مهال کېږي، چې طالبان وایي، تمه لري د روانې میاشتې تر پایه له امریکایي لوري سره توافقنامه امضاء کړي.

یاده توافقنامه چې د لاسلیک مراسمو ته یې د ګڼو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیر ان او د نړیوالو سازمانونو استازي رابلل کېږي، داسې تمې شته، چې ښايي په تعقیب یې بین الافغاني خبرې پیل شي.

طالبانو تر دې وړاندې په بیا، بیا ټینګار کړی وو، چې د افغانانو تر منځ په خپلمنځي خبرو کې له «کابل ادارې» سره د یو حکومت نه بلکې د یو جهت په حیث خبرې کېږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
4 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
طیب
میلمه
طیب

تاسو حیثیت ھم نہ لری

عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

دا توافقنامه که لاسليک سي سل په سل کي د افغانانو په برخليک او هيواد اړه لري. دا يې نخښه چي افغانان به په راتلونکې کي دا ورځ د خپل هيواد د خپلواکۍ د بيا ګټلو د نېکمرغي ورځي په توګه په پرتمينو مراسمو لمانځي. دا به د بهرنيو اشغالګرو او د هغو د ګوډاګيانو له ظلمونو او شره د دوی د ژغورني ورځ وي.البته که دغه يو محدود شمېر ګوډاګيان او د شر او ورانيو نور څو تنه منفور عناصر سولي او د افغانانو ارادې ته د درناوي سرونه ټيټ نه کړي سخت به وشرميږي او سخت به پښېمانه… نور لوستل »

اجمل
میلمه
اجمل

همت صیب: کچیری خبر یی خو مونږه سره یی هم شریک کړه چی پدی توافقنامی کی څه دی. دا د پردی شاته توافقنانی خو زمونږه زړه خوړین کړ. نه چی یو ځل بیا د کابل ښار د عربو او پنجابیانو څخه ډک شی او هر ورځه د وهلو او ټکولو شاهدان ووسو. مننه

عبدالله
میلمه
عبدالله

بیغمه اوسه نه یوازی ملت حتی اشرف غنی لا ندی خبر چی خبری او معاملی کومی خواته روانی دی. دا هسی نری غولول دی په همدی بهانه یی دی منطقه کی دادی کلونه تیر کرل، تاسو به یی گوری هسی به یو د اورو پوزه اخر جوره کری دا زکه چی زموژ سیاسیونو کی قوی ایمان او وجدان نشته.

عظيمی
میلمه
عظيمی

ولی امریکایان صلح غواړی? جنګ پيسی او انسانان غواړی مګر امریکایان اوس تر اقتصادی فشار لاندی دی۔او ډالر مخ په ختميدو دی نو چه ډالر در باندی قطع سی د مچانو په شان به د افغانستانه تښتی۔ فامیلونه خو اوس لا تر په غرب کي ژوند کوی او د بعضو خو ملی ژبی نه دی زده۔ نو دلته څه کوی ? چه خارجي قووا نه وي میاشت به هم ټينګ نه سي۔

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

حکومت، حکومت حکومت !!!!!!!! کوم حکومت ؟ هغه چه د امریکایی او اروبایی استعمارګرو له خوا د خرزی مداری په مشری له ځینو بی ضمیرو ګیدړانو په بن کی جوړه او له هغه ځایه د ۵۰ لونډانو په ډولیو کی میکپ شوی د شاه شجاع او کارمل په شان کرزی هم راوستل شو او دبرچی په زور په مظلوم مګر مجاهد اولس وتپل شو؟ اولس که دغه غلامی، ناوړی او فاسدی اداری ته په حکومت قایل وی د هیواد اتیا سلنه خاوره به د مجاهدینو به واک او قومانده کی نه وی . له درغلیو ډکی ټاکنی یی ښه نمونه… نور لوستل »