روغتیا

د ټول کال سالمې روغتیا ساتلو لپاره «۶» اړینې لارښوونې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۹ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د الجزیرې د راپور په وینا د جرمني «فرویندین» ژورنال شپږ سپارښتنې او مشورې وړاندې کړي چې په مرسته یې کولی شئ ټول کال له سالمې روغتیا خوند واخلئ، دا سپارښتنې په لاندې ډول دي:

متوازنه غذا

بدن د وینې جریان او دفاعي سیستم پياوړتیا لپاره ځینو ځانګړو او اړینو خوړو ته اړتیا لري.

غوره ده چې د وزن کمولو پرمهال پر خپل خوراکي رژيم کې رنګین خواړه لکه بانجان، نارنجي ډوله ګازرې، شنې مڼې او سور رومي شامل کړل شي، ځکه چې په میوو او سبزیجاتو کې موجود بیټا کیروټین د اکسایډ ضد په توګه کار کوي، او دا کولی شي تر ۴۰سلنه د سرطان ګواښ کم کړي.

بدن ته بشپړ مایعات رسول

بدن د وګړو هرې یوې کیلو په حساب سره له ۳۰ تر ۴۰ ملي لیترو مایعاتو ته اړتیا لري، په دې معنی چې یو سړی په ۶۰ کلنۍ کې د ورځې ۲.۴ لیترو مایعاتو ته اړتیا لري، د مایعاتو کموالي پرمهال بدن ته اکسیجن په بشپړ ډول نه ورکول کیږي او د وینې فشار ټيټیږي، دا د سردردۍ او د زړه ټکان چټکیدو لامل کیږي.

ورزش کول

ورزش د ګڼ شمېر ستونزو سربېره د هډوکو، ملا او د اضافي غوړ ستونزو مخنیوی کوي، پوهان هره ورځ لږ تر لږه له ۱۰ څخه تر ۱۵ دقیقو د ورزش سپارښتنه کوي، ځکه چې ورزش د وینې جریان غوره کوي او د انسان مزاج او رواني وضعیت ښه کوي.

خندا

پوهان وایي چې د یوې دقیقې خندا د ۴۵ دقیقو د ارام «یوګا» تمرین څخه غوره ده، دغه راز یو امریکایي څيړونکی څرګندوي چې خندا مغزو ته په اکسیجن رسولو کې مرسته کوي، فشار کموي، د هاضمې سیستم ښه کوي، سربېره پر دې خندا د خوشالۍ هرمونونو په پټولو کې هم مرسته کوي.

ورځنی روټین مات کړئ

د رواني روغتیا غوره والي لپاره په کار دي چې ورځنی روټین مو مات یا ختم کړئ، ځکه چې دا ممکن ستاسې د ستړیا لامل وي، یعنې د کار ځای ته د تللو لار بدله کړئ، نوی تمرین وازمویئ لکه یوګا کول، او یا د نویو تجربو او کارونو په ازمیښت خوند واخلئ.

د خوب خونه ارامه کړئ

د خوب خونه مو باید د غوره خوب ترلاسه کولو لپاره مناسبه او تودوخه یې جوړه وي، د ورځې لخوا مو د خوب خونې کړکئ او دروازه پرنیزئ تر څو تازه هوا واخلي، او ددې رطوبت په نظر کې ونیسئ (ددې لپاره د ورځې لخوا د لمر وړانګې اړینې دي)، تر څو د دماغي حجرو زیان رسولو مخه ونیسي او د باکتریاو او وایروسونو له حملې وژغورل شئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx