روغتیا

غواړې وزن کم کړې؟ د ماښام له شپږو بجو وروسته خواړه پریږده!

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۹ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د وزن کمولو لپاره ګڼ شمېر لارې چارې په کار اچول کیږي، ځینې د ورځې په جریان کې محدود کالوریزې کاروي، ځینې د خوراک وختونه محدودوي او ځینې یې د شپې لخوا پر ځان خواړه بندوي، خو ایا د شپې لخوا د خوړو بندولو ګټه شته؟

د تغذیې د پوهانو په وینا، اړینه نه ده د ماښام له شپږو بجو وروسته خوراک کول مو وزن زیات کړي، خو له دغه وخت وروسته خواړه نه کول کولای شي ستاسې د وزن په کمېدلو او روغتیا ښه کولو کې مرسته وکړي.

ځینې وګړي په پرلپسې ډول ډير خوراک کوي چې د شپې هم عین حالت جاري ساتي او د ماسخوتن خواړه پرته له کوم لامل څخه نه محدودوي، ددې سربېره چاکلیټ او سره کړي چپس لا هم وخوري، چې دده لپاره بشپړ زیان دی.

د ماښام تر شپږو بجو وروسته د خوړو بندولو قانون کولی شي د بدن دوامداره انرژي په کمولو کې مرسته وکړي، په دې سره میټابولیزم ته اړین راحت ترلاسه کیږي او د شپې ورته د دوامداره اکمالاتو ضرورت نه پېښیږي، «هر څومره چې په دوامداره توګه خوراک کوئ هغومره به زیاته خورئ».

په عام ډول د شپې په پخ شوي او بېلا بېلو خوړو کې هیڅ اعتراض نشته، په ځانګړي توګه هغه مهال چې خواړه لږ وي، (دلته مساله انفرادي ده چې د هر یو غوره والي سره سم توپير لري)، ځینې مهال یو کس د شپې خوراک ته اړتیا لري خو ځینې نورو ته د شپې خوراک اضافي محسوسیږي چې د وزن زیاتېدو لامل کیږي.

د جرمني د تغذیې یو مشهور پوه وایي، په عام ډول د شپې لخوا پوخ شوي او مناسب خواړه د روغتیا او د بدن انرژي توازن له پلوه کوم بد کار نه دی.

دغه راز د امریکا په اباما پوهنتون کې یوې نوې څيړنې څرګنده کړې چې د ورځې په اوږدو کې د خوراک وخت محدودول ددې د کمو خوړو لامل کیږي. دغه څیړنه زیاتوي چې ددې لامل ممکن هغه خوړو ته وي چې د بدن طبیعي او بیولوژیکي ساعت سره مناسب وي. (د بدن ساعت نه مراد هغه بدني سیستم دی چې د خوب وخت، ویښیدو وخت، د لوږې احساس او داسې نور د بدن حیاتي او روغتیايي پروسې کنترولوي).

خلاصه د خبرې دا شوه چې د شپې له شپږو بجو وروسته مناسبه اندزاه خوراک کول د روغتیا له پلوه بد کار نه دی، خو که چیرې ونه کړل شي د وزن په کمېدلو کې مرسته کوي، هغه وګړي چې غواړي وزن کم کړي د شپې له شپږو بجو وروسته دې خوراک پریږدي، تر څو یې په وزن کمولو کې د میټابولیزم سیستم په بشپړ ډول مرسته وکړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close