ایپل شرکت مجبوریږي تر څو د «ایفون چارجر» بدل کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۹ مرغومي، ۱۳۹۸ل): نوي راپورونه وایي، اروپایي ټولنه ممکن ایپل شرکت مجبور کړي چې د ایفون ځیرک مبایل چارجر بدل کړي تر څو د نورو ځيرکو مبایلونو سره مشترک او مناسب وي.

د برتانیې خبري اژانس «سکای نیوز» د راپور سره سم له دې وړاندې د ټکنالوژي شرکتونو ته لارښوونه شوې وه چې ټول په مشترک ډول یو شان مناسب چارجر وړاندې کړي، اروپایي ټولنه وایي، «د بېلا بېلو ټکنالوژي شرکتونو ترمنځ دغې داوطلبۍ او پریکړې پایله نه ده ورکړې».

د اروپایي ټولنې د چارواکو په وینا یاد بدلونونه به د پيرودونکو ژوند اسانه کړي او له پاک چاپيریال سره به مرسته وکړي، اټکل کیږي چې زړې چارجرې د ۵۱ ټنو څخه زیات بريښنایي کثافات تولید کړي دي.

د اروپا پارلمان غړي په پام کې لري په راتلونکې ناسته کې له ایپل شرکت څخه د ایفون چارجر بدلولو لپاره رایه ورکړي.

لکه څرنګه چې اروپایي ټولنه د ټولو مصنوعاتي شرکتونو څخه د چارجر یو شان کولو غوښتنه کوي، خو له بل لورې ایپل شرکت په دې اړه غبرګون څرګند کړی چې «ورته قانون تحریم کول به چاپيریال ته زیان ورسوي او دا به کاروونکو ته د اسانتیا ورکولو پرځای د هغوی د ناکرارۍ لامل شي».

ایپل شرکت په خپل تیر راپور کې ویلي وو، دوی اوسمهال له یو ملیارد څخه زیاتې چارجرې وړاندې کړي چې د ایفون ځيرک مبایلونو لپاره استعمالیږي، «مونږ غواړو ډاډ ترلاسه کړو چې نوی قانون زمونږ پيردونکو ته هیڅ ډول خنډ رامنځته نه کړي».

په نړۍ کې ایپل یوازینی شرکت دی چې د ایفون چارجر یې د بل هیڅ ځیرک مبایل لپاره نه استعمالیږي، په دې اړه سامسنګ شرکت یوازیني داسې چارجرې وړاندې کوي چې د زیاتې سلنې مبایلونو د کار وړ دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د