افغان سوله: قریشي قطر ته تللی او الیس ویلز پاکستان ته ځي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۲۹ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر «شاه محمود قریشي» د سیمې هیوادونو ته د سفر په لړ کې، د امریکا له متحده ایالاتو وروسته قطر ته تللی او هلته ددې هیواد د بهرنیو چارو له وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني سره د افغان سولې په بهیر غږېدلی.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې قریشي او محمد بن عبدالرحمن ال ثاني په خپله لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا او د سیمې او افغان سولې په برخه کې پر وروستیو پرمختګونو خبرې کړې.

په ورته وخت کې یو شمېر سرچیني وایي، د مرکزي او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله «الیس ویلز» په څلورو ځني سفر اسلام اباد ته ځي او تمه ده، هلته له لوړپوړو چارواکو سره د افغان سولې د پروسې او د منځني ختیځ د وروستیو تحولاتو په تړاو ناستې ولري.

د امریکا او پاکستان لوړپوړي چارواکي داسې مهال سیمې ته سفرونه کوي، چې طالبان وایي، د افغان سولې په بهیر کې یې له امریکایي لوري سره په ټولو خبرو بحث پای ته رسولی او یوازې د توافقنامې د لاسلیک د نېټې په ټاکلو کار کوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
4 د تبصرو شمېر
3 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
احمد شاه ګلزار
میلمه
احمد شاه ګلزار

اسلام علېکم;( ږېره دېما واک ېې دملا) سوله دطالب او ړامرېکااو افغان حکومت نر منځه ده، نو سوال داده چى دا په قرېشې ( ### ) اولاد پورى څه اړه لرى،؟ ،کوم ځواب شته؟

اجمل
میلمه
اجمل

ګلزار ته: دا پنجابیان دنیا والو ته ځان ښیی چی ګونی طالبان زمونږ تر امر لاندی دی او دا مونږه یو چی طالبان مو سولی ته راوستی. ممکن تر یوه حده پر طالبانو نفوذ ولری خو په کامله توګه نه. دومره چی پاکستان طالبان وټکول شاید د کابل حکومت نوی ټکولی. دوی شرم نلری همدا ملا برادر یی څو کاله په زندان اچولی وه اوس ورته غیږ ورکوی.

اجمل
میلمه
اجمل

ورغی ## تر څو د پنجاب برخه مشخصه کړی. ما لا پخوا ویل چی سوله د امریکی او پنجابیانو په لاس کی ده. پاکستان هیڅکله هم په افغانستان کی سوله نغواړی کچیری همدا نن سوله وشی پاکستان به یی خرابه کړی. د قطر خبری د یوه نوی جنګ پلان دی کومه سوله د څه لپاره؟ تر پرونه مولانا فضل د افغانستان جنګ ته جهاد ویل اوس هغه هم ورته جنګ وایی چی د آی اس آی په اشاره چلیږی. سوله په زور راځی نه په عزر او زاری.

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

که دا ومنو چه طالبان د پاکستان غلامان او ملاتړ یی کیږی . پاکستان او طالبان دومره پیاوړی شول چه امریکا او ۵۰ نورو ایتلافی هیواد ته [ چه هر یو یی تر پاکستان او طالبانو ډیری پیسی ، وسلی او وسیلی لری او ډیر شمیر او ښه روزل شوی عسکر، استخبارات او داسی نور ځواکونه او په تیره بیا دکابل دغلامی اداری دری نیم لکه زمریان لری ] په ګونډو کړی بیا خو پاکستان او طالبان په نړیوال یوآځنی او ځانګړی سوپر پاوړ بدل شول. نو تاسی اجمل صاحب څخه زما هیله دا ده چه د امریکا یانو او… نور لوستل »

عبدالله
میلمه
عبدالله

بیانزی صاحب اجمل به خپل جواب درکری، زه به هم یوسه پر ووایم. ته کوم طالبان شیی؟؟؟ دلته اوس طالب یو حرکت، یوهدف، یو مشر نه دی، او نه هم یوازی د تور پنجاب لخوا اداره کیزی دا سمه خبره ده چی ددی حرکت اصلی طرف پاکستان دی. خلاصه ستا جواب دادی چی طالب اوس یو وسیله یا ماشین د جنگ دی چی د منطقی لوبغاری یی یو پر بل او امریکی پر خلاف دزوی. دی جنگ کی نور اوس افعان بچی مری که طالب دی که حکومت. یوازینی حل دادی چی تاسو غوندی خلک، طالب، حکومت او هغه خلگ… نور لوستل »

مجاهد
میلمه
مجاهد

ګلزار صاحب! نړی اوس د یو لوی کلی مثال لری به ځانګړی ډول هغوی چه یو بل سره نزدی ګاونډیان وی یو د بل سره مثبتی او منفی اړیکی لری یعنی یا د ښه او یا د بد نیته یو بل بل څخه د ښو او یا ناوړو ګټو هیلی لری . مونږ ته تر ټولو لیری هیواد امریکا ده امریکا له هغه ځآیه د استعماری ګټو د پاره تشریف راوړی مونږ وژنی او زمونږ د یو څو بی ضمیره غلامانو به واسطه زمونږ د زمکی لاندی او باندی زیرمی غلا او لوت کوی او به نشه توکو مو روږدوی… نور لوستل »

عبدالله
میلمه
عبدالله

مجاهده! دسومره ناخبره یی چی د اجمله دی کارولی “له بلی خوا دا هم امکان لری چه پاکستان په دی کړنو له امریکایانو څه هم ترلاسه کړی چه په سیمه کی موثریت لرم” ته نه یی خبر چی د جیکماباد اده په سو پر خرسه کره چی پر طالبانو حملی وکری؟ ته نه یی خبری چی تقریبا ۳۳ میلیارده دالر پاکستان د امریکی خخه ستاسو پر سو ووهلی. موژ نه وایو چی طالب دی اریکی نه ساتی ودی ساتی خو مثبتی داسی نه خپل ورور د پنجاب په فرمایش وزنی، خپل سرک، کلینک، پل، مکتب او… د پنجاب دپلان د… نور لوستل »