څپیړ‎ہ«طنز»

حفيظ الدين پيرزاده

څپیړ‎ہ ھم مختلف قسمونه لري؛ سیاسي څپیړ‎ہ، تاریخي څپیړ‎ہ، اجتماعي څپیړ‎ہ، اخلاقي څپیړ‎ہ، دفاعي څپیړ‎ہ، اقتصادي څپیړ‎ہ، تادیبي څپیړ‎ہ، نیابتي څپیړ‎ہ او نورې.

ھمداراز د ماھیت له مخې ھم ډیر ډولونه لري لکه سپکه څپیړ‎ہ، درندہ څپیړ‎ہ، کلکه څپیړ‎ہ، پسته څپیړ‎ہ، وچه څپیړ‎ہ، لمدہ څپیړ‎ہ پر سر څپیړ‎ہ، پر مخ څپیړ‎ہ، پر ملا څپیړ‎ہ، تاو بالا څپیړ‎ہ او نورې.

څپیړ‎ہ د لفظ له مخې مونثه دہ. ښایي ھمدا لامل وي چې ژبپوھانو ورته د ورکولو فعل کارولی!
سړ‎ی وایي: څپیړ‎ہ مې ورکړ‎ہ!!

وزیر گل وایي: څپیړ‎ہ به مونثه وي خو داسې مونثه چې پر سر نر ( مذکر ) نه لري!

موسی علی نبینا و علیه السلام قبطي په یوہ څپیړ‎ہ مړ‎ کړ‎!

د پښتو ژبې یو کلاسیک شاعر د یوسف علیه السلام د پاچاھۍ لامل ھم څپیړ‎ہ ښئیي او وایي:

یوسف ھله شو لایق د پاچاھۍ
چې یې وخوړ‎ہ څپیړ‎ہ د غضب

زما اشنا عنایت الله کاکړ‎ صیب وایي:
چې څپیړ‎ہ یې په درې لکه ډالر ځي
ما لیدلی دی گوزار د ملایانو

او ناشناس به بیا ویل:

تا چې پر مخ څپیړ‎ہ راکړ‎ہ
د اوښکو ډکې سترگې چاته واړ‎ومه

زہ ورته وایم: بچو خانه! ستا نصیب ستا د تندي په شان سپیرہ دی؛ که ستا د څپیړې خوړ‎لو پر ‎مھال جرگې د څپیړ‎ې نرخ ټاکلی و نو موږ‎ به درته ویلي و: مخ جرگې ته واړ‎وہ!!

تیر کال په کابل کې زہ له خپل ترورزي حاجي میرویس الفت سرہ په یوې میلمستیا برابر شوم.

ھغه ھلته یو خوش قوارہ، خوش لباسه او معطر سړ‎ی راته معرفي کړ‎. حاجي میرویس وویل: دا فلانکی خان دی، د فلانکۍ وکیلې صاحبې ( یوہ سیکولرہ وکیله چې نوم لیکل یې دلته راته سم نه بریښي ) میړ‎ہ دی! او د دې خبرې مانا دا دہ چې زما دا اشنا د شپې لخوا د ولس په استازې سپریږ‎ي!

ما سمدلاسه ورته وویل: ھو، خو د سپریدو دا کار به ھم د ولس په استازیتوب کوي!!

مجلس خندا گانو ونیو. ما د ډوډۍ پر مھال حاجي میرویس ته غلي شان وویل: ډوډۍ ژر ژر خورہ چې پښې باسو. د وکیلې صاحبې میړ‎ہ زما پر خبرہ لا ژور فکر نه دی کړ‎ی، ھغه لا نه دی پوہ چې ما مضبوطه اخلاقي
څپیړ‎ہ کش کړ‎ی. مخکې له دې چې د ھغه سر زما په خبرہ خلاصیږ‎ي او د اخلاقي څپیړ‎ې درد احساسوي چې موږ‎ ترې تللي اوسو!

وزیر گل وایي: زہ حاضر یم په عام محضر کې له ملا ترہ خیل سرہ د باکسنگ دولس راونډہ مسابقه وکړ‎م. زہ پر ھغه د گل وار ھم نه کوم خو ریفري ته وایم د ملا صیب د سوکانو او څپیړ‎و حساب درسرہ نیسه، بیا به ستا خوله ھم خوږ‎ہ کړ‎م!

ما ورته وویل: ملا ترہ خیل چې څوک په څپیړ‎ہ وھلی و، ھغه برحاله رښتینی وزیر و، ته خو یواځې په نوم وزیر یې!!
ھغه د غوصې په انداز کې راته کړ‎ل:

نو د ترہ خیلو اوباش چرته رښتینی ملا دی؟! که د ھغه له علمي ذخیرې غبنې فاحش وباسو، داسې به شي لکه له مغُل څخه چې میم لیرې کړ‎ې!

چې څرنگ ھغه دی، داسې زہ یم! ستا بې ځایه مداخلو ته پکې اړ‎تیا نشته. موږ‎ خپلو کې سرہ جوړ‎ راځو!!

موږ‎ د خپل تاریخ په اوږ‎دو کې انگریزان درې څپیړ‎ې وھلي.

لومړ‎ۍ ھغه یې په میوند کې د غازي ایوب خان تر مشرۍ لاندې، دویمه یې په کابل او د کابل جلال آباد د لارې په اوږ‎دو کې د غازي وزیر اکبر خان او ملي مبارزینو تر قیادت لاندې او دریمه ھغه یې د غازي امان الله تر زعامت لاندې.

انگریز ډیر حسود او انتقام جو قوم دی.

انگریز په کینه کې د اوښ په شان دی. ھغوی له تیرو سلو کلونو په دې سوچ کاوہ ھغه به کومه سزا وي چې ھغوی یې افغانستان ته ورکړ‎ي تر څو د ھغو درې څپیړ‎و بدل په لس چندہ واخلي!
آخر یې سزا پیدا کړ‎ہ! غني یې پر موږ‎ د ھماغو درې څپیړ‎و د انتقام پر استازیتوب مسلط کړ‎!!

نتیجه:

دوستانو!

٭ زما څپیړ‎ہ چې د وکیلې صاحبې میړ‎ہ نوش جان کړ‎ې وہ، اخلاقي څپیړ‎ہ دہ

٭ د ملا ترہ خیل ھغه اقتصادي څپیړ‎ہ دہ

٭ د افغان ولس درې څپیړ‎ې دفاعي څپیړ‎ې وې

٭ او د انگریز لخوا پر موږ‎ د غني مسلطول د انگریز د انتقامي ځواب نیابتي څپیړ‎ہ دہ!

د څپیړ‎ې نور قسمونه به بیا کله په بله لیکنه کې تشریح کړ‎م!
اوس ھمدومرہ، له حوصلې مو نړ‎ۍ مننه
________________

حفیظ الدین پیرزادہ
د جنورۍ ۱۸/ ۲۰۲۰ م
ستاکھولم سویدن

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

جوړ تازه
پیر زاده ته.
څوډوله څیړی د نه دی لیکلی،
۱-طالیبان افغانستان مسلط کیدل پنجابی څپیړه وه،
۲-امریکایانو افغانستان ته راتلل و لس ته بن لادنی څپیړه وه.
۳-دا څلویښت کاله جنګ،پاکستانی،ایرانی،روسی، امریکایی څپیړه وه،

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

پیرزاده صاحب ! ښکلی طنز کی مو کشکی د اسلامی اخلاقو او حکمت له مخی ځینی د سپریدو را سپریدو ناوړه کلمان او جملات نه وی کارولی . ټول پوهیږی چه غوا توره او شدی یی سپین دی د وروری هیله ده چه په راتلونکی کی یی ونه کاروی بیا هم ستاسی خوشه. ستا لیکنی لولو ډیری شکلی لیکنی لیکی په دی اړه به زه هم څه ورسره زیات کړم او هغه دا چه : تر ټولو لویه څپیړه د الله ج د قهر او غضب څپیړه ده الله ج دی مونږ تری وژغوری ، الله ج که قهار دی… نور لوستل »

A saeed
میلمه
A saeed

طالېبانو ده ډېرو څپېړوحساب ورسره برابر بلکه ده راتلونکې لپاره ئ مازغه هم ور برابر کړل
بېا به
انشاالله
ده غازېانو هېواد ته ده څپېړی جراءت ونکړی
غنی او غنېخېل به ډېر زر ده نېوېارک په لور ورټېل وهئ
او مونږ به له دی نجاست څخه خلاص سو
انشاالله