چین کې یوې خپرې شوې مرموزې وبا چینایان سخت اندیښمن کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۹ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د ۲۰۲۰م کال په دیسمبر میاشت کې په چین هېواد کې یو وایروس خپور شوی چې تر دې دمه یې لږ تر لږه دوه کسان وژلي او لسګونه نور پرې اخته شوي دي، دغه وایروس تر دې دمه درې نورو هېوادونو ته هم غځېدلی دی.

د چین لخوا په خپاره شوي راپورونو کې ویل شوي چې تر دې دمه پر دغه وایروس ۴۵ کسان اخته شوي، ۲ یې وژلي او ۳ په سخت حالت کې دي، خو د برتانیې پوهانو د وینا سره سم چین د دغه کسانو شمېر پټوي، بلکې د جنوري تر ۱۲مې نیټې پورې شاوخوا ۱۷۲۳ کسان پر دغه وایروس اخته شوي دي. نوي راپورونه د ۱۷ نورو کسانو د اخته کېدو خبر هم ورکوي.

دغه وبا د چین په سویلي وهان ښار کې په تیره دیسمبر میاشت کې وموندل شوه چې په اړه یې چینایي پوهان له سختې اندیښنې سره مخ دي، پروفیسر نیل فرګوسن وایي، «د تیرې اوونۍ په پرتله زما اندیښنه بیخي ډیره شوې ده».

د چین سربېره دغه وایروس د هانګ کانګ، سنګاپور او د امریکا په ځینې هوايي ډګرونو کې هم خپور شوی، خو د مخنیوي لپاره یې روغتیایي تدابیر نیول شوي دي.

چینایي پوهان په دې اندیښنه ښکاره کوي چې ددې وبا په اړه لا هم ډير شیان نه دي کشف شوي، دوی وایي تر اوسه یې داسې پېښه نه ده موندلې چې دا وایروس دې له یوه کس څخه بل ته انتقال شوی وي.

ددې وایروس معلومولو لپاره پر اخته کسانو ازموینې شوي، طبي چارواکي او د روغتیا سازمان دې پایلې ته رسیدلي چې دا «کورونا» ډوله وایروس دی، دغه وایروس د لویو وایروسونو له ډلې دی خو یوازې شپږ یې پیژندل شوي چې له دغه چینایي وایروس سره یې شمېر اوو ته رسیږي.

پر دغه وایروس اخته کسان تبه او زکام لري او د تنفس سیستم یې هم ګډوډیږي، دا وایروس تر ډيره «سارس» وایروس ته ورته والی لري چې له ۲۰۰۲م کال راهیسې یې ټولټال په ۸۰۹۸ کسانو کې۷۷۴ وژلي دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
موسی کلیم
میلمه
موسی کلیم

د یغوري مسلمانانو ازار وهلی چین.
ژرده چې داظالم او ستمګر قوم به له بیلابیلو عذابونو سره لاس او ګرېوان شي.ان شاء الله