مدنيت ،تمدن يا civilisation

د، ب، هيښ

تمدن (civilization)د لاتيني کليمې (civics) څخه چې د ښاري ( دښار اوسيدونکی) يا ديوې ټولنې دغړي (تابعيت ) مانا لري اخستل شوئ دئ .

تمدن (civilization) – ديوې ټولنې د افرادو د ژوند  ظريف، ښايسته ، د ژوند داسانتياوو لرونکی او مرفه شکل ته ويل کيږي  ، چې د علمي او تخنيکي برياوو او کارولو  له کبله ئې دژوند کولو بهتره مادي او ټولنيز شرايط برابر او ممکن کړي دي   او د سياست او اقتصاد په وسيله عملي شوي دي .

په عمومي توګه د تمدن علامی او نښانې :

۱- د دولت جوړول

۲- دټولنيز تشکيلاتو درجه بندي يا سلسله مراتب(hierarchy)او تنظيمول

۳-  په لوړ مقياس د ښاري ژوند پراخول ، د وظايفو تخصصي کول او د کار وېشل دي .

ځنې وخت د تمدن نه د کلتور او ژوند دود  سره مترادف مفهوم هم اخستل شوئ دئ ، لاکن د تمدن مفهوم لوړ دئ او ديوه بام مثال لري چې مختلف محلي کلتورونه ترې لاندې واقع شوې وي .

په اتلسمه میلادي پېړۍ کې فرانسويانو د  تمدن مفهوم د بربريت په مقابل کې کارولو او ټولې هغه ټولنې چې د دوی سره مخالفې وې بربريان يا وحشي او ځانونه يې متمدن بلل،چې وروسته د اروپايي استعمارګرانو تبليغاتي خوراک او تکيه کلام شو  . يعنی تمدن د وحشي ، بې نظمه ، بې قوانينو او مشترکو قبول شويو اصولو فاقدې ټولنې  خلاف منظمه ، د قوانينو ،مقرراتو او شريک ګډ ژوند کولو په اصولو ولاړې ټولنې ته هم ويل کيږي .

د اوس عصر په ملي او نړيوال سياست کې دا مفهوم د شخصي ، ګروپي ، ګوندي او سازماني غرضونو او هدفونو د لاسته راوستلواو قدرت ته د رسېدلو د پاره د نورو ارزښتونو  او مفاهيمو په شان لکه اسلام ، دموکراسي ، دبشر  حقوق ، ازادي ، خپلواکي  ، عدالت او ….‌‌. ډېر په خولو او ژبو ګرزي را ګرزي او د قدرت د حاصلولو او ثروت د جمع کولو د پاره ور نه سؤاستفاده کيږي ، چې د خپل اصلي مفهوم د محتوا سره هيڅ تړاو نه لري .

انګريزي ،فرانسوي ،هسپانوي او پورتګالي استعمار هم د خپل استثمار او نورو ملکونو د چور کولو د پاره د تمدن د خورولو او استوارولو اصطلاح  په اسيا ، افريقا او لاتين امريکا کې کاروله او ددې ملکونو د متمدن کولو په بهانه يې دهغوی طبيعي منابع غلا کول او اولسونه يې استثمارول .

زموږ په زمانه کې غربيان او امريکايان د خپلو اسلافو نه په پيروي ځانونه د مدنيت علمبرداران بولي او د خپل تخنيکي او علمي فوقيت له کبله په وروسته پاته او فقيري ملکونو باندې د اغايۍ او بادارۍ امتيازي  مقامونه ځان ته قائيل او نور ملکونه د د دوی  نه  په تابعيت  مجبور او مامور بولي . همدا ذهنيت او تفکر دئ چې د نظامي تجاوزونو ، اشغال او د سفاکو  رژيمونو نه دحمايت پاليسي په مخ وړي او خپل هر وحشت ، قتلعام ، انساني تلفات او مادي تخريبات په وروسته پاته هېوادونو کې  ځانونو ته د مدنيت د خورولو او پراخولو تر عنوان لاندې روا بولي .

حال داچې مدنيت  او تمدن  يوه انساني پديده او ارزښت دئ  او د انساني کرامت ، عزت، حقوقو ، وقار او شرف محترم ګڼل  ، ساتل او مصؤنيت دئ .

د ټولنې د فزيکي سالميت او روحي سکون شرايط برابرول او د رفاه او  اجتماعي عدالت بنسټيز کول دي  د علمي او تخنيکي اختراعاتو ، کشفياتو ، ابداعاتو ، تخليق او ابتکاراتو نه په ګټه اخستلو سره ، چې د غربيانو د مدنيت تر عنوان لاندې  وحشيانه او ضد انساني امپرياليستي -استکباري او استثماري کړنو سره کاملاا په تضاد کې دي .

مدنيت او ترقي بايد د هر اولس دپاره حياتي ارزښت او هدف وي او د راوستلو د پاره يې خپل فکري او جسمي قوت او استعدادونه په کار واچوي .

لاکن د مدنيت تر نامه لاندې د غربي نويو استعمار ګرانو کړنې او پاليسي تحميلول او  په زور ،ترور، يرغل او اشغال سره د ملتونو  حق خود اراديت سلبول او  اسیر کول يې مدنيت نه ،بلکې اسارت ، غلامي او د بنده بندګي ده .چې هیڅ هوښيار ، عاقل او ازاد اولس او افراد به يې نه  قبول کړي او نه به ورته تسليم شي  ،بلکې په مقابل کې به يې مبارزې او مقاومت ته تر هغو دوام ورکوي ، څو چې د مدنيت تر پرده لاندې پوښل شوی  بربريت ختم نه شي .

د واقعي مدنيت د راتلو او د بربريت د ختمېدو په هيله

د،ب،هيښ

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

هیښ صاحب ، ډیره مننه تاسی تل ښکلی او اموزنده لیکنی لیکی او مهمی پیښی او اصطلاحات د وخت استعماری قدرتونه تری د مظلوم بشریت د استثمارولو او غلامولو د پاره د خپلو استعماری ګټو د خوندی کولو او خوندی ساتلو دپاره تری کار اخلی. ستاسی د لیکنی په تایید او تعقیب ، استعماری قدرتونه د مظلومو ولسونو استثمارولو او لوټ کولو ته د دوی غولیدلی مدنیت وایی دوی تل ښه کلمات او اصطلاحات د مظلوم بشریت د خطا ایستنی د پاره کاروی چه له یوی خوا پری ساده انسانان خطا او په اسانی یی استثمار او غلامان جوړ کړی… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

له قوس وروسته وبخښی له قوس وروسته اخری جمله پکی له بل ځای رانقل شوی، د پاڼی له اداری هیله ده چه له نشرولو د مخه یی پاکه کړی