توبه او شرطونه یې

محمد نعیم حمزه

توبه په لغت کې رجوع (راګرځېدلو) ته وایي او په اصطلاح دشریعت کې توبه دېته وایي: ”الرجوع من معصیة الله تعالی الی طاعته“ یعني:له نافرماني دالله تعالی څخه راګرځېدلو و طاعت دالله تعالی ته توبه وایي.

دتوبې له پاره خپل شرطونه دي، چې کله بنده له هغې ګناه توبه باسي چې فقط دالله تعالی له حق پورې یې تعلق نیولی وي؛ نو ددې له پاره درۍ شرطونه دي:
۱- کومه ګناه چې کوي دا به في الحال پرېږدي.

۲- قصد او عزم به کوي چې بیا به دغې ګناه ته نه راستنیږي.

۳- او په کړیو ګناهونو به دزړه له کومې دپېښمانتیا اظهار کوي.

او که بنده له داسې ګناه څخه توبه وباسي چې له هغې پورې حق دبنده هم تعلق نیولی وي؛ نو ددې له پاره بیا څلور شرطونه دي، درۍ هغه مخکیني چې ذکر شول او څلورم شرط یې دا دی چې دبنده حق به ورکوي او که حد ورباندې واجب شوی و، دعملي کولو له پاره به ځان دشریعت محمدي فیصلې ته تسلیموي، که دچا غیبت یې کړی و، نو له دې وروسته به دهغه کس صفت کوي خو په داسې ځایونو او مجلسونو کې چې هلته یې دنوموړي غیبت کړی وي او له هغه کس نه بښنه هم غواړي.

توبه دالله تعالی له نعمتونو څخه یو ستر نعمت دی چې پر موږ یې پیرزو کړی دی، په توبې کښلو سره غټ، غټ ګناهونه الله تعالی معاف کوي لکه یو کس کافر وي، بیا توبه وباسي او مسلمان شي، الله تعالی یې دکفر دحالت ټول ګناهونه بښي، په یو حدیث مبارک کې راځي چې ”الاسلام یهدم ماکان قبله“ یعني: اسلام ختموي هغه ګناهونه چې له اسلام څخه دمخه یې کړي وي.

مسلمان باید بین الخوف والرجٰی زندګي تېره کړي، دالله تعالی له رحمت څخه ناامیده نشي او په هر حال کې الله تعالی ته کامله رجوع وکړي، اګرکه زیات ګنهګار ولې نه وي.

حضرت ابي ایوب انصاري رضي الله عنه وایي، چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي هغه به فرمایل: که چېرته تاسې ګناهونه نه کولی؛ نو الله تبارک وتعالی به داسې مخلوق پیدا کړی وای، چې هغوی نه به ګناه کېدله، بیا به یې الله تعالی نه طلب دمغفرت کاوو؛ الله تعالی به بښنه ورته کوله.

وعن ابي ایوب الانصاري رضي الله عنه قال: سمعتُ رسول الله صلی الله علیه وسلم یقول: ”لَوْ لَا اَنَّکُمْ تَذْنِبُوْنَ لَخَلَقَ اللّٰهُ خَلْقًا یُذْنَبُوْنَ فَيَسْتَغْفِرُوْنَ فَیَغْفِرَ لَهُمْ“. (رواه مسلم)

کله چې له موږ او تاسې الله نخواسته کومه ګناه صادره شي، باید دوه رکاته لمونځ دتوبې وکړو او له هغه وروسته الله تعالی ته لاسونه لپو کړو او دبښنه ترې وغواړو ممکن الله تعالی مو وبښي.

خو که فرضًا یو کس ګناه کوي او توبه نه وباسي الله تعالی یې په زړه تور داغ لګوي، که بیا ګناه وکړي او توبه ونه باسي بیا یې په زړه تور داغ ولګوي تر دې چې ټول زړه یې تور شي؛ چې کله یې زړه تور شو بیا دغه انسان ته ګناه، ګناه نه ښکاري او په پرېمانه کچه یې کوي.

هوکې!
الله تعالی ته چې څوک محبوب شي، بیا نو دتوبې کښلو توفیق ورکړي، او څوک چې په صادقانه توګه توبه وکړي الله تعالی یې داسې ګناهونو پاکوي چې ګویا دغه شخص له سره ګناه نه وي کړي.

الله تعالی دې زموږ ګناهونه معاف کړي آمین.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د