سوله!

ډاکټر جهاد الله عالم يار

ساه مې در خيژي، خدا وراستي بې تابه شوى يمه
سولې راځې، که نه، بيخي بې تابه شوى يمه

ستا لهٔ ارمان سره مو يوؤړل، داسې ژڼي ګور ته
لکه ګلاب، لکه ريدي، بې تابه شوى يمه

لهٔ هديرو نه يې اوس هم، راځي څپې د وږم
لکه لؤنګ ، لکه بابري، بې تابه شوى يمه

لهٔ زړونو اوس هم جنازې، د هيلو غبرګې وځي
بس ستا راتګ دى، ضروري، بې تابه شوى يمه

بوره مورکۍ، د جنازې پهٔ کټ، خواره واره شوه
زوى يې، د جنګ وو قرباني، بې تابه شوى يمه

خوب مې ليدلى، عالم ياره! ته وا ښه دې ليدو
ګلان شيندلي وي، سپرلي بې تابه شوى يمه

ډاکټر جهادالله عالم يار

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د