افغانستان

کرزی: حکومت بايد د اوربند په بهانه د سولې خبرو سره مخالفت ونه کړي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۲۹ مرغومي، ۱۳۹۸ل): پخواني ولسمشر حامد کرزي ويلي، حکومت دې د اوربند په بهانه د سولې خبرو د مخنيوي هڅه نه کوي.

ښاغلي کرزي له بي بي سي سره په مرکه کې ويلي، حکومت دې هر هغه ګام پورته کړي، چې د سولې او ثبات هيلې په کې نغښتې وي.

د ښاغلي کرزي په وينا د طالبانو له لوري د جګړې تشدد کمول ښه خبره ده، حکومت دې خامخا په اوربند ټينګار نه کوي او دا غوښتنه د دې د سولې خبرو د مخنيوي لپاره د پلمې په توګه نه کاروي.

پخواني ولسمشر زياته کړې، که حکومت د سولې راتلو او مذاکراتو چټکتيا لپاره ګامونه پورته کړي، بالاخره به اوربند هم وشي.

کرزي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې تېره ورځ د ارګ وياند صديق صديقي د طالبانو له لوري د تشدد کمول رد کړي او ټينګار يې کړی و، چې د سولې لپاره بايد طالبان بشپړ اوربند اعلان کړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند دا هم ويلي، حکومت د امريکا او طالبانو ترمنځ د وروستيو خبرو له جزئياتو معلومات نه لري او هيله يې څرګنده کړې وه، چې د افغانستان سولې لپاره د امريکا خاص استازی زلمی خلیلزاد بايد د دغو خبرو جزئيات له حکومت سره شريک کړي.

د رپوټونو له مخې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې نهايي شوي او دواړه لوري د هوکړې د لاسليک نېټې لپاره په سلا مشورو بوخت دي.

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند محمد سهيل شاهين د پاکستان «ډان» انګليسي ورځپاڼې سره په خبرو کې هيله ښکاره کړې، چې د سولې دغه تړون به د روانې جنورۍ تر پایه لاسليک شي.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مجاهد
میلمه
مجاهد

سره د دی چه کرزی ترټولو لوی او لمړی خبیث او مداری غلام دی یا دریم شاه شجاع دی مګر خینی خبری چه اوس کوی سمی دی که په دی خبرو کی رشتونی وی یعنی توبه یی ویستلی وی الله ج توبه قبلوونکی دی که په رشتینی څوک د مرګ د مخه توبه وباسی .
مګر دا امکان هم لری چه له غنی وروسته یی بیا وکاروی او لا یی په طالبانو د یو ملی رهبر په نوم وروپیژنی او په دی واسطه له طالبانو بیا قدرت تر لاسه کړی د کرزی په شان دوسانو باید باور ونه شی

عبدالله
میلمه
عبدالله

ای خاینه، چی اوربند نه وی نو صلحه چیری ده؟ تول دی شه پیژنی چی ملک دی د لندغرو په لاس ورکی. ستا په دولس کلنه دوره کی تا یوه مجهزه شفاخانه نکره جوره چی د خارج خخه عادی مریضان تداوی کری.

Back to top button
Close
Close