افغانستان

مشرانو جرګه: ټاکنې دې د سولې لپاره نه قرباني کېږي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۲۹ مرغومي، ۱۳۹۸ل): په داسې حال کې، چې په قطر کې طالب او امریکایي لوری د سولې د یوې توافقنامې  لاسلیک ته نږدې ښکاري؛ د کابل حکومت د مشرانو جرګه وایي، ولسمشریزې ټاکنې باید د سولې لپاره قرباني نشي.

د مشرانو جرګې دوهم مرستیال «اصف صدیقي» په نننۍ ناسته کې ویلي « د ټاکنو کمېسیونونه باید ژر تر ژره د انتخاباتو پایلې اعلان کړي، دا پایلې باید قید نکړل شي او نه هم د سولې د پروسې لپاره قرباني شي.»

د مشرانو جرګې یو بل تن سناتور «ګل احمد اعظمي» بیا د سولې د پروسې د وړاندې تګ لپاره مقتدر حکومت اړین بولي او په خبره یې « د ټاکنو کمېسیونونه باید تر خپل منځ همغږي ولري او پایلې ژر تر ژره اعلان کړي تر څو د سولې پروسې د وړاندې تګ لپاره یو مقتدر حکومت ولرو.»

د سنا لومړی مرستیال «محمد علم ایزدیار» بیا طالبان د باور وړ نه بولي او زیاتوي « د تشدد کموالی یوه غیر تعریف شوې اصطلاح ده، طالبان باید اوربند وکړي، له دې پرته په طالبانو باندې هیڅ باور پکار نه دی.»

مشرانو جرګه په داسې حال کې، ټاکنې د سولې په پرتله اړینې بولي، چې طالبان وایي، د روانې میاشتې تر پایه له امریکا سره د توافق امضاء کولو ته په تمه دي.

طالبانو تر دې وړاندې ویلي وو، له امریکایانو سره تر توافق وروسته د افغانانو خپلمنځي خبرې پیلېږي.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

دا هسی د کوڅه ډبو خرو او سپو رمپاړی او کوکاری دی ، کله چه د ډالرو بهیر په دریدو او دغه مقامونه چه دوی یی وړتیا نه لرله او دریږی نو دوی به جامی هم له تنه ځکه لیری کړی چه د جامو سره سره لغړ ، بربند او بی حیا شکاری جامی خو د حیا بټونی د پاره وی که د جامو سره بی حیا وی نو جامی په هسی سرباری دی ښه ده چه لیری یی کړی

Back to top button
Close
Close