
سرور دانش: د امريکا او طالبانو په مذاکراتو کې افغان حکومت ګوښه ساتل شوی
نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۲۹ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د مشر اشرف غني دوهم مرستيال سرور دانش د امريکا او طالبانو ترمنځ په روانو خبرو اندېښنه ښودلې او وايي، چې د دې خبرو پر مهال د افغانستان حکومت او بنسټونه ګوښه ساتل شوي دي.
سرور دانش نن په کابل کې يوې غونډې ته د وينا پر مهال وويل، که د امريکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو په پایله کې «امارتي او يا هم بل نظام راشي دا به د جګړې د زياتېدو لامل شي.»
د طالبانو له لوري د تشدد کمولو په اړه هم د اشرف غني دوهم مرستيال زياته کړه، چې دا ډول پرېکړه له مذاکراتو د تېښتې په معنا ده او په وينا يې طالبان په دې اړه نړيوال تېر باسي.
له سرور دانش مخکې د ارګ وياند صديق صديقي هم ورته ورته څرګندونې کړي او ويلي يې دي، چې له اوربند پرته د امريکا او طالبانو هوکړه کومه مثبته پایله نه شي لرلی.
د چارو کارپوهان هم وايي، د سولې خبرو پر مهال د ګډ حکومت چارواکي ګوښه ساتل شوي او طالبان هم نه غواړي، له حکومت سره د رسمي جهت په توګه خبرې وکړي.
د سياسي چارو کارپوه ولي الله شاهين وايي، د امريکا او طالبانو مذاکرات نهايي شوي، طالبانو امريکايي ايتلاف او کابل حکومت په ګونډو کړی او د مکمل واک ترلاسه کولو لپاره به طالبان د افغانستان واک ترلاسه کوي.
د الهی زور او ابتلا په مقابل کی دجالی پیاوړتیا اوبه کیږی ، هر مجاهد ورته د غرونو به شان ښکاری . دانش ( بی دانشه ) د یهودی فتنی پیدا وار او تولید دی . تر نن پرونه یی امریکایان باداران او نن یی په حاشیه کی اچولی یا د کوڅه ډبو سبو په شان له خیلو خبراتو شړلی او کوکاری وهی همدا معنی چه امریکا دی نتیحی ته ورسیدله چه د امریکا له سوبرلویدلو کی پر طالبانو سربیره د کابل غلامی دوری ډیر موثریت درلود. وایی له بیغیرته او منافق دوست څخه هوښیار او رشتونی دشمن ډیر شرف… نور لوستل »