کابل: نامعلومو کسانو د یوې کورنۍ څلور غړي وژلي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۲۹ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د کابل ښار په اوومه امنیتي حوزه کې نامعلومو کسانو د ترانسپورټ وزارت د یوه کارکوونکي د کورنۍ څلور تنه غړي د کور دننه وژلي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند «نصرت رحیمي» وایي، نن ماښام شاوخوا اووه بجې نامعلوم کسان په اوومه امنیتي حوزه کې د ترانسپورت وزارت د کارکوونکي «عبدالستار» کور ته ننوتلي او د نوموړي د کورنۍ اووه تنه یې د «تېشې» په وسیله وژلي.

د رحیمي په خبره، په وژل شویو کسانو کې یوه مېرمن او درې ماشومان شامل دي.

نوموړي ددې تر څنګ ادعا کړې، چې پولیس د پېښې ځای ته رسېدلي او د پېښې د څرنګوالي په څېړنه اخته دي، چې معلومات به یې وروسته شریک شي.

یاده دې وي، چې پورتنۍ پېښه د کورنیو چارو وزارت له هغو عملیاتو سره هم مهاله رامنځته کېږي، چې په کابل ښار کې یې د جنایي جرمونو د کموالي په موخه په لاره اچولي وو.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د