جرمني د افغانانو تر منځ د سولې ډیالوګ جوړوي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۲۹ مرغومي، ۱۳۹۸ل): په داسې حال کې، چې د طالبانو او امریکا مذاکرات د توافق لاسلیک ته نږدې شوي او داسې تمې شته، چې ښايي د توافقنامې له لاسلیک وروسته بین الافغاني مذاکرات پیل شي، د جرمني هیواد د افغانانو تر منځ د سولې د ډیالوګ د جوړولو ژمنه کړې.

د افغانستان لپاره د المان هیواد ځانګړي استازي «مارکس پوتزل» د ملي امنیت شورا له سلاکار «حمدالله محب» سره په خپله لیدنه کې ویلي، دوی د سولې له پروسې او بین الافغاني مذاکراتو سره د مرستې په خاطر غواړي په المان کې د افغانانو تر منځ د سولې ډیالوګ جوړ کړي.

د پوتزل په خبره، ددې لپاره چې ناسته له پخوانیو هغو متفاوته وي، غواړي د افغان حکومت او خلګو نظریات واوري.

د نوموړي د څرګندونو په غبرګون کې «حمدالله محب» د افغان سولې په برخه کې د المان هیواد هڅې او همکارۍ ستایلې او ټینګار یې کړی، چې باید د افغانانو تر منځ له جوړېدونکي ډیالوګ اعظمي ګټه واخستل شي.

یاده دې وي، چې له المان وړاندې «بیجینګ» هم د افغانانو تر منځ د ناستې برابرولو ژمنه کړې وه، چې د دوحې د بین الافغاني ناستې په څېر د کابل حکومت له مخالفت سره مخ او تر نامعلومې نېټې وځنډېده.

د شنونکو په باور، د کابل حکومت د چارواکو تر منځ نه همغږي او له سولې سره د هغوی مخالفت دا بهیر له ستونزو سره مخ کولای شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
8 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالقدیر مهمند
میلمه
عبدالقدیر مهمند

افغانهای عزیز بعد از امضاء توافقنامه بین امریکا/ناتو و آزادی خواهان مقاومت ملی مجاهدین/طالبان ما به هیچ کشور اشغالگر خارجی و اجیران شان اجازه مداخله را در مجلس بین الافغانی بکسی نمیدهیم و اشغالگرانی صلیبی بگذارند که ما مسلمانها مطابق به قران سنت معضله داخلی را حل فصل کنیم تااشتباهات دهه ۸۰ دوباره تکرار نشود!

عبدالقدیر مهمند
میلمه
عبدالقدیر مهمند

ما افغانهای با ایمان تحصیلکرده به هیچ کشور اشغالگر و اجیران جاسوس شان اجازه مداخله را راجع به مذاکرات بین الافغانی بکسی و مخصوصاً به جرمنی که دست هایشان در خون ملت مظلوم ما سرخ است نمی دهیم. و حالا الحمدلله که یک بار دیگر ملت قهرمان (شیر دلان افغان) ما به اشغالگران یک بار دیگر مانند نیاکان ما تسلیم نشدند و تا امروز این مبارزه دوام دارد. هژده سال گذشت امریکا/ناتو مقاومت ملی و مردمی را نتوانست که بشکنند. وقت آن رسیده که راه حل برای معضله افغانستان باید قبل از مذاکرات بین الافغانی توافقنامه خروج بدون قید شرط… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

په جرمنی کی هماغه یو هیتلر څه ناڅه غیرتی سړی وو غوشتل یی د روسانو او امریکایانو استعماری قدرتو ته د پای ټکی کیږدی مګر د څه تیروتنو له امله او لا یی بخت ورسره یاری ونه کړی د ماتی سره مخ او د دوی له لاسه ووژل شو.روسانو او امریکایانو ( انګریزانو ) د غربی او شرقی جرمنی په نومو وویشلو ، د برلین منځ کی یی د بیلتون دیوال جوړ کړو هغه دیوال چه د افغانانو به افغانی مټو بیا ونړیدلو شرقی او غربی ټوټی مو سره بیا یوځای کړی . مګر له بده مرغه جرمییانو زمونږ د… نور لوستل »

عبدالواحد
میلمه
عبدالواحد

جرمنیان فکرکوی دافغانستان دکمونسټ حکوت خلک هم زموږ رقم چه څه وایی هغسی کوی دوی خبرندی دافغانستان کمونسټان ددنادهیڅ انسانانوپه قسم ندی چه څه وایی بلکل دهغه برعسک عمل کوی کمونسټی اصول کپیټالزم غندی یعنی دامریکااوغربی ملکو مخالف زهنونه دی لاکن دافغانستان کمونسټان یی په پښوکی لکه # ورغړی دوی کمه خاصه ایډیالوجی نلری دهغوماشمانوپه قسم دی چه زهنویی تکامل نه وی کړۍ خاص حیوانانوته ورته دی،زه ددوی یوه تیره سوی تجربه درته لیکم کم وخت چه دوی اول پرقدرت راغلل داسلام مخالف عملونه یی شروع کړل په قندهارکی خلک داعتراض په قسم غروته وختل دوی قرآن ورسره وکی چه… نور لوستل »

عبدالله
میلمه
عبدالله

په تشو خبرو نه کیزی، ددی اشعالگرو د شرلو لپاره د الهی قوانینو په چوکات کی خپل طرحی وراندی کری، که په دی وخت ضایع کوونکو غرو وهلو نه کیزی.
مثلا، استاد بیانزی دی عملا یو افعانی پوهنتون کی تدریس شروع کری، مجاهد دی بل کار وکری، جمیل دی د لندن پارکونه پریژدی ماغوندی دی د خپل هیواد حالت دسر په سترگو ووینی او یو سه دی وکری، پتنگ لالا دی معلمی وکری، سیدزرعون شاه دی مدیرت وکری. داسوه عملی مبارزه او مجاهده، که تش خبری وی نو خود به جرمنی غوندی ظالم هیواد پر موژ زده کری کوی.

عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

جرمني په افغانستان کي زيات جاسوسان لري او دغه جاسوسان يې په جرمني کي د پردو د ګوډاګيانو او ملي خاينانو او غلو سره د طالبانو په خبرو خوښ دي. زما رايه داده چي په پاخه تضمين سره دي په قطر کي د طالبانو سياسي کميسيون ته مصئونيت ورکړه سي او دغه کميسيون دي افغانستان ته را سي دلته به له نژدې د ډېرو ښو افغانانو او د هغو د واقعي استازو سره او که اړتيا وي د غلو او خاينانو سره هم پر راتلونکي سوله ييز افغانستان باندي پراخي او هر اړخيزي مذاکرې وکړي. په دې توګه به د… نور لوستل »

مجاهد
میلمه
مجاهد

غبدلله صاحب ! ډیره مننه شاباس لکه چه داستخدام په دفتر کی مدیر یا ریس ټاکل شوی او که مشاور وزیر یاست وزارتو کی د خلکو د شان او مسلکیت له مخی ورته دندی توزیع کوی . مګر له بده مرغه د ځان ( عبدالله ) ، غمی پشتین، اجمل او داسی نورو په اړه مو سکوت اختیار کړی یا مو له یاده وتلی او که دوی په استخباراتو دندو کی دنده ترسره کوی او یا نورو کومو ځانګړو ، علمی او کدری دندو ته په نظر کی نیول شوی . که په دی اړه رڼا واچوی مهربانی به مو… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

د خبرو ځای به دومره مهم نوی لکه د خبرو ماهيت ، غلام دولت به د باداری امريکی په امر افغان بنديان آزادوی ، بيا به په کراره ټوله دولتی اداری فاتحينو ته سپاری ، بيا دی نو خپلو محکمو او سزاګانو ته منتظره واوسی .
که دا خاين غلامان زما منی همدا اوس ښه وخت دی چی وتښتی او ځانونه وباسی ، ټوله سزا به په آخرت کی ورکړل سی .