یمن: پر پوځي مرکز توغنديز برید کې له ۱۰۰ زيات پوځيان وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۰ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د يمن چارواکي وايي، پلازمېنې صنعا ته څېرمه ماريب سيمه کې د پوځ پر روزنيز مرکز توغندیز برید کې لږ تر لږه ۱۱۱ عسکر وژل شوي او ګڼ نور ژوبل دي.

د يمن روغتيا وزارت مرستيال عبدالرقیب الحيدر ويلي، په دغه برید کې لږ تر لږه ۱۱۱ پوځيان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.

د يمن ولسمشر منصور هادي عبد ربه د دې برید پړه پر حوثي ملېشو اچولې خو حوثيانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

ولسمشر منصور ويلي، حوثيانو پر هغه جومات برید کړی، چې پوځيان په کې د لمانځه لپاره راټول شوي وو.

نوموړي د حوثيانو دا برید غندلی او زياته کړې يې ده، چې حوثیان د روغې جوړې او سولې فکر نه لري.

د تېر ۲۰۱۹ کال په اګسټ مياشت کې هم حوثيانو د يمن عدن ښار کې د پوځ پر مرکز توغندیز برید کړی و، چې له امله يې لږ تر لږ ۳۲ عسکر وژل شوي وو.

د يادونې وړ ده، چې له ۲۰۱۵ کال راهيسې سعودي د متحده عربي اماراتو او يو شمېر نورو عربي هېوادونو په ملتيا په يمن کې د حوثيانو پر خلاف جګړه پيل کړې، خو تر اوسه يې کومه بریا نه ده ترلاسه کړې.

سعودي وايي، د حوثيانو له لوري د ولسمشر منصور هادي حکومت د بېرته قايمېدو پورې به هلته خپلو عملياتو ته دوام ورکړي، خو ويل کيږي، چې سعودي د روانې جګړې د پای ته رسولو په موخه له حوثيانو سره د پردې تر شا مذاکرات پيل کړي دي.

په دغه پنځه کلنه جګړه کې تر اوسه له نوي زرو زيات کسان وژل شوي، چې ډېری يې د ښځو او ماشومانو په شمول عام خلک دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د