عبدالله عبدالله: د سولې پروسه دې نه انحصار کېږي، یو وزارت دا کار نشي کولای

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۰ مرغومي، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه، چې د ګډ حکومت مشر «اشرف غني» د سولې اړوند ټولې چارې « د سولې په چارو کې د دولت وزارت» په اوږه واچولې، اجرائيه رییس «عبدالله عبدالله» له دې اقدام سره مخالفت ښودلی او په خبره یې، یو نفر او یو وزارت دا پروسه مخته نشي وړای.

عبدالله عبدالله د وزیرانو شورا په نننۍ ناسته کې ویلي « مذاکره کووونکی ټیم باید جامع وي، یو وزارت په یوازې ځان نشي کولای د سولې کار مخته یوسي، ځیني داسې څرګندونې شوې، چې د سولې کار باید یوازې یو وزارت سرته ورسوي، فکر نه کوم دا ګام دې سنجیده وي.»

نوموړي زیاته کړې، د افغانستان خلګو د سولې لپاره ډېرې قربانۍ ورکړې او خپلې هیلې او ارمانونه یې ورته قربان کړي، نو ځکه نه ښايي، ټوله پروسه د یوه فرد تر انحصار لاندې راشي.

د عبدالله په خبره، په ځینو برخو کې یو اړخیزې ګمارنې کېږي، چې په هیڅ صورت د هیواد په ګټه نه دي.

حکومت داسې مهال، د سولې د پروسې د رهبري په برخه کې د اختلافونو ښکار دی، چې په دوحه کې طالب او امریکایي ټیمونه توافق ته نږدې ښکاري او داسې تمې شته، چې ددې توافق په تعقیب به بین الافغاني خبرې پیلېږي.

د شنونکو په باور، د سولې په برخه کې د حکومت داخلي اختلافونه به د طالبانو په وړاندې د حکومت مؤقف نور هم ټيت کړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مجاهد
میلمه
مجاهد

د سولی په پروسه هم د نورو نهادونو به شان د دوه ### غلامانو جنګ دی